سیمه ییز خبرونه

ایران او اسرائیل: مخامخ بریدونه اوس درېدلي

د رویټرز د راپور له مخې: د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه مخامخ درېدنه، چې له اپریل راپدېخوا تر ټولو سخت کړکېچ بلل کېږي؛ له تهران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو او د څه باندې درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

Published

on

ایران او اسرائیل د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې: د یو بل پر ضد یې بریدونه لنډمهاله درولي، خو تهران خبرداری ورکړی؛ که اسرائیل په لبنان کې د حزب‌الله پر ضد خپل بریدونه روان وساتي، نښتې به بېرته پیل شي.

د رویټرز د راپور له مخې: د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه مخامخ درېدنه، چې له اپریل راپدېخوا تر ټولو سخت کړکېچ بلل کېږي؛ له تهران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو او د څه باندې درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د بریدونو له تبادلې وروسته د نفتو بیې تر پېنځه سلنې لوړې شوي؛ خو کله، چې د ایران پوځ پر اسرائیل د خپلو لومړنیو بریدونو د پای اعلان وکړ، بیې بېرته راټیټې شوې. د امریکا د ډالر ارزښت هم، چې نږدې په دوه میاشتو کې تر خپلې لوړې کچې رسېدلی و، راکم شو.

یوې بلدې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې اسرائیل هم پر ایران د خپلو بریدونو د درولو پرېکړه کړې ده.

ایران د یکشنبې په وروستیو کې پر اسرائیل څو توغندي وتوغول او دا یې  د حزب‌الله پر مورچلونو د اسرائیلو د بریدونو غبرګون وباله.

دغه راز اسرائیل د ایران هوايي دفاعي سیسټم او یوه پټروشیميکي مجموعه پر نښه کړې، چې د تل‌ابیب د څرګندونو له مخې د بالسټیک توغندیو په تولید کې یې ونډه لرله. د ایران سپاه پاسداران هم ویلي، چې د دغو بریدونو په غبرګون کې یې د حیفا ښار ورته ودانۍ پر نښه کړي دي.

د دواړو لوریو چارواکو تر اوسه په دغو بریدونو کې د مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړی.

دغو بدلونونو د امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ د اته‌ویشتمې جګړې هغه هڅې نورې هم پېچلې کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د پای ته رسولو لپاره روانې کړې دي. که څه هم د اپرېل پر اتمه اعلان شوي اوربند د جګړې د پراخېدا مخه ونیوله؛ خو په فارس خلیج کې ترینګلتیا اوس هم روانه ده.

ټرمپ ویلي، دواړه لوري د بېړني اوربند غوښتونکي دي. هغه په ټروټ‌پاڼه کې لیکلي، چې د سولې د وروستیو خبرو بهیر مخ پر وړاندې روان دی.

امریکايي او اسرائیلي چارواکو تائید کړې، چې ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ټرمپ له اکسیوس سره په مرکه کې ویلي، چې نتانیاهو ته یې خبرداری ورکړی؛ که له ایران سره جګړه بېرته پیل شي، ښايي اسرائیل د امریکا له ملاتړه بې برخې پاتې شي.

په امریکا کې د اسرائیل سفیر یخیل لایټر هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې ټرمپ پر نتانیاهو فشار راوړی او څرګندوي؛ د دواړو مشرانو اړیکې اوس هم نږدې او د همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي.

دغه راز اسرائیلي چارواکو ټینګار کړی، چې د اړتیا په صورت کې به خپل پوځي عملیات روان وساتي. بل لور ته ایراني چارواکو هم ویلي، چې د اوږدمهالې جګړې لپاره چمتو دي او د اړتیا په صورت کې د سیمې د امریکايي ګټو پر ضد بریدونه بېرته پیلولی شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو خواوو غوښتي، چې زغم وښيي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي، چې د کړکېچ د زیاتېدا لامل کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي، تهران او واشنګټن د «ژورې بې‌باورۍ» په فضا کې یو بل ته پیغامونه لېږي.

په یمن کې هم د ایران ملاتړو حوثیانو اعلان کړی، چې په سره سمندرګي کې به اسرائیلي کښتۍ پر نښه کړي او پر اسرائیل یې څو توغندي هم توغولي دي؛ خو د اسرائیل پوځ د یمن له لوري د توغول شوې یوې مشکوکې مرمۍ له شنډولو خبر ورکړی دی.

ایراني رسنیو د تهران په ځینو سیمو کې د څو چاودنو او د پلازمېنې پر فضا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې له راغورځولو خبر ورکړی؛ خو د پراخو زیانونو او مرګ‌ او ژوبلې راپور نه‌دی خپور شوی.

همدارنګه د عادي وضعیت د بېرته راګرځېدا ځینې نښې هم لیدل کېږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر الوتنې له شاوخوا ۲۴ ساعته ځنډ وروسته د سې‌شنبې له ورځې بېرته پیل شوې دي.

اسرائیل ټینګار کړی، چې په لبنان کې یې پوځي عملیات نه‌دي درولي او دا موضوع له امریکا او ایران ترمنځ له هر ډول اوربند څخه بېله ګڼي. حزب‌الله هم خپل بریدونه روان ساتلي دي.

په لبنان کې د امریکا سفیر میشل عیسی ویلي، چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ خبرې به یو ځل بیا په واشنګټن کې پیل شي.

ټرمپ ویلي، هر ډول سوله‌ییزه هوکړه باید تضمین کړي، چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي. په مقابل کې تهران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدا، د کنګل شویو شتمنیو آزادېدا او په هرمز تنګي کې د خپل رول د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version