سیمه ییز خبرونه

ایران او متحده عربي اماراتو په منځني ختیځ کې د زغم غوښتنه وکړه

رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه د جګړې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وېشل شویو اړیکو په برخه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ نښه بلل کیږي.

Published

on

ایران او متحده عربي اماراتو په نوي ډیلي کې د بریکس هېوادونو د ګډې خبرپاڼې له مخې، چې د شنبې پر ورځ خپره شوې؛ په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د پراخېدا د مخنیوي او زغم غوښتنه کړې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه د جګړې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وېشل شویو اړیکو په برخه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ نښه بلل کیږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د نوي ډیلي غونډې د لومړۍ ورځې په څنډه کې د ابوظبي له ولیعهد سره کتلي دي. دا د جګړې له پیل راپدېخوا د دواړو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې لیدنه بلل شوې ده.

د ابوظبي رسنیو دفتر په ایکس‌پاڼه کې لیکلي: دواړو مشرانو د سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو، د کړکېچ د کمولو، ثبات، د سیمه‌ییزې سولې او پراختیا لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي؛ خو د دغو خبرو د پایلو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د بریکس سرمشریزه د غړیو هېوادونو لپاره د ډیپلوماتیک نفوذ یوه آزموینه بلل کیږي. دا ډله په ۲۰۰۹ز.کال کې د امریکا او د لویدیځو متحدانو تر واک لاندې د نړیوال نظم د ننګولو لپاره جوړه شوې وه.

بریکس په لومړي سر کې له برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا څخه جوړه وه؛ خو وروسته مصر، ایتوپیا، انډونیزیا، ایران او متحده عربي امارات هم ورسره یوځای شول.

د سرمشریزې تنظیموونکي او ډیپلوماټان هڅه کوي، چې د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ اختلافونه راکم کړي. په داسې حال کې، چې امریکا او ایران له شپږ میاشتني جنګ راپدېخوا یو د بل پر وړاندې بریدونه روان ساتلي دي.

ایران د جګړې پر مهال څو ځله پر متحده عربي اماراتو بریدونه کړي او وروستی ځل یې د اګست په وروستیو کې د «المِنهاد» هوايي اډه پر نښه کړه، چې امریکايي ځواکونه او چورلکې په کې میشتې وې.

د بریکس په ګډه خبرپاڼه کې راغلي:« مونږ په منځني ختیځ / لويدیځې آسیا کې د کړکېچ د دوام له کبله ژوره اندېښنه څرګندوو او د اعظمي زغم غوښتنه کوو. همداراز باید له هغو اقداماتو ډډه وشي، چې وضعیت خرابوي.»

په خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار شوی، د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه شوې او د نړیوالې سوداګرۍ، اکمالاتي ځنځیرونو، د انرژۍ د لېږد بهیر او سمندري امنیت پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

د بهرني سیاست کارپوهانو ویلي، چې د بریکس ډلې لپاره اصلي آزموینه دا وه، چې د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه داسې ژبه ومومي، چې هم تهران او هم ابوظبي یې ومني او په دې توګه د ګډې خبرپاڼې د خپرېدا زمینه برابره شي.

دوی ویلي، چې دا ډول ګډه خبرپاڼه ښايي پر اوسني جیوپولیټیک وضعیت ډېر اغېز ونه‌کړي؛ خو د راټوکېدونکو هېوادونو د دې ډلې یووالی به څرګند کړي.

په هند کې د ایران سفارت د ایران د ولسمشر او د ابوظبي د ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان د لیدنې انځور خپور کړی دی. نوموړی د متحده عربي اماراتو د ولسمشر مشر زوی او د راتلونکي مشر په توګه د هغه ځایناستی دی؛ خو سفارت د دواړو مشرانو د خبرو د موضوعاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په هند کې د متحده عربي اماراتو پخواني سفیر سنجي سودیر رویټرز ته ویلي:« د جګړې د پای ته رسولو کیلي د امریکا او اسرائیلو په لاس کې ده.»

نوموړي زیاته کړې، چې هند د ستونزمنو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړې؛ ځکه یې ښودلې، چې د سیمې هېوادونه کولی شي پر یوه مېز سره کښېني، ډیپلوماټیکې خبرې وکړي او پر ګډو ګټو تمرکز ولري.

د سرمشریزې کوربه او د هند لومړي وزیر نرینډرا موډي د غونډې په پرانیسته کې ویلي، چې بریکس اوس پخپل پړاو کې بشپړ شوی او د دې ډلې د یووالي او ګډې هوکړې وخت رارسېدلی، چې پر نړیواله کچه پر عملي پایلو بدل شي.

بریکس هڅه کوي، چې پر نړیوالو اصولو د اغېز له لارې خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي او د نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او د سوداګرۍ نړیوال بنسټ په څېر د بنسټونو د اصلاح غوښتنه کوي؛ هغه بنسټونه، چې د دې ډلې ځینې غړي یې د لویدیځو هېوادونو تر اغېز لاندې بولي.

د سرمشریزې ګډونوالو مشرانو په ډله کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ او د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا هم ګډون لري.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، چې د بریکس هېوادونه باید د تاریخ پر سم لوري ټینګ ودرېږي او نړیوال نظم د ډېر عدالت او برابرۍ پر لوري بوځي.

شي جین‌پینګ ویلي، چین چمتو دی، چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل« مناسب رول» ولوبوي.

نوموړي د چین دولتي ټلویزیون« سي‌سي‌ټي‌وي» ته ویلي:« اړوند لوري باید سیاسي حل ته ژمن پاتې شي او د دایمي او هر اړخیز اوربند د ټینګښت لپاره کار وکړي.»

نوی ډیلی له امریکا، روسیې، اسرائیلو، ایران او د خلیج له عربي هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او له همدې کبله موډي هڅه کوي، چې د بریکس غړي د سوداګرۍ همکارۍ پراخې، خنډونه کم او سوداګریز فرصتونه زیات کړي.

Trending

Exit mobile version