سیمه ییز خبرونه
ایران به په اټومي خبرو اترو کې امریکا ته متقابل وړاندیز وسپاري
دې ویاند همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ایران پخوانی دښمن اسرائیل، چې تهران وايي: د اټومي خبرو اترو د ناکامولو هڅه کوي؛ د اټومي بې وسلې کولو ته اړ کړي.
د رویټرز د راپورله مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ د امریکا د هغه وړاندیز په ځواب کې، چې تهران یې “د منلو وړ نه ګڼي”وویل؛ ایران به ډېر ژر د عمان له لارې امریکا ته د اټومي تړون لپاره یو متقابل وړاندیز وسپاري.
دې ویاند همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ایران پخوانی دښمن اسرائیل، چې تهران وايي: د اټومي خبرو اترو د ناکامولو هڅه کوي؛ د اټومي بې وسلې کولو ته اړ کړي.
بقايي وایي: “د امریکا وړاندیز مونږ ته د منلو وړ ندی. دا د تېرو خبرو اترو پایله نهوه. مونږ به خپل وړاندیز د عمان له لارې بل لوري ته وړاندې کړو. دا وړاندیز معقول، منطقي او متوازن دی”.
“مونږ باید د بندیزونو له لرې کولو مخکې باید ډاډ ترلاسه کړو، چې ایران به په ګټوره توګه له اقتصادي پلوه ګټه پورته کړي او د نورو هېوادونو سره به یې بانکي او سوداګریزې اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځی.”
رویټرز له دې مخکې راپور ورکړی و، چې تهران د می په وروستیو کې د امریکا وړاندیز ته د منفي ځواب چمتو کولو په لته دی. یوه ایراني ډیپلومات ویلي، چې د امریکا وړاندیز د ایران په خاوره کې د یورانیمو د غني کولو، د ایران د ټولو غني شویو یورانیمو د بهر ته د لېږدولو او د امریکا د بندیزونو د لرې کولو لپاره د باور وړ ګامونو په اړه د اختلافاتو په حل کولو کې پاتې راغلې.
بقايي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د شپږم پړاو اټومي خبرو اترو د وخت په اړه تر دط دمه څه جزئیات نشته.
تېره اوونۍ درانه رهبر آیتالله علي خامنهيي د امریکا وړاندیز د ایران د ګټو خلاف وباله او ژمنه یې وکړه؛ د ایران په خاوره کې به غني کولو روان ساتي، چې لویدیځ قدرتونه یې د اټومي وسلو جوړولو ته بالقوه لار بولي. ایران وايي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سولهییزو موخو لپاره دی.
په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او شپږ قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پرېښود او بیا یې بندیزونه ولګول، چې د ایران اقتصاد یې فلج کړی دی. ایران د دې تړون له حدودو څخه د غني کولو پر زیاتېدا ځواب ورکړ.
ایران وايي، چې لویدیځ د اسرائیلو د اټومي پروګرام پر وړاندې سترګې پټې کړې دي. حتی په داسې حال کې، چې د ایران پر وړاندې فشار راوړي.
په دې راپور کې راغلي؛ اسرائیل یې نه تائیدوي او نه یې ردوي، چې دوی اټومي وسلې لري.
بقايي وایي، چې حساس اسرائیلي اسناد، چې ایران یې د افشا کولو ژمنه کړې، وښيي؛ “هغه ګوندونه، چې په دوامداره توګه د ایران د سولهییز اټومي پروګرام په اړه پوښتنې کوي په فعاله توګه د اسرائیلو د پوځي اټومي پروګرام د پیاوړتیا لپاره کار کوي”.
هغه زیاته کړې؛ مذاکره کوونکي اړخونه باید اسرائیلو ته اجازه ورنکړي، چې ډیپلوماټیک بهیر ګډوډ کړي.