Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ایران به په اټومي خبرو اترو کې امریکا ته متقابل وړاندیز وسپاري

دې ویاند همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ایران پخوانی دښمن اسرائیل، چې تهران وايي: د اټومي خبرو اترو د ناکامولو هڅه کوي؛ د اټومي بې وسلې کولو ته اړ کړي.

خپور شوی

د

د رویټرز د راپورله مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ د امریکا د هغه وړاندیز په ځواب کې، چې تهران یې “د منلو وړ نه ګڼي”وویل؛ ایران به ډېر ژر د عمان له لارې امریکا ته د اټومي تړون لپاره یو متقابل وړاندیز وسپاري.

دې ویاند همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ایران پخوانی دښمن اسرائیل، چې تهران وايي: د اټومي خبرو اترو د ناکامولو هڅه کوي؛ د اټومي بې وسلې کولو ته اړ کړي.

بقايي وایي: “د امریکا وړاندیز مونږ ته د منلو وړ ندی. دا د تېرو خبرو اترو پایله نه‌وه. مونږ به خپل وړاندیز د عمان له لارې بل لوري ته وړاندې کړو. دا وړاندیز معقول، منطقي او متوازن دی”.

“مونږ باید د بندیزونو له لرې کولو مخکې باید ډاډ ترلاسه کړو، چې ایران به په ګټوره توګه له اقتصادي پلوه ګټه پورته کړي او د نورو هېوادونو سره به یې بانکي او سوداګریزې اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځی.”

رویټرز له دې مخکې راپور ورکړی و، چې تهران د می په وروستیو کې د امریکا وړاندیز ته د منفي ځواب چمتو کولو په لته  دی. یوه ایراني ډیپلومات ویلي، چې د امریکا وړاندیز د ایران په خاوره کې د یورانیمو د غني کولو، د ایران د ټولو غني شویو یورانیمو د بهر ته د لېږدولو او د امریکا د بندیزونو د لرې کولو لپاره د باور وړ ګامونو په اړه د اختلافاتو په حل کولو کې پاتې راغلې.

بقايي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د شپږم پړاو اټومي خبرو اترو د وخت په اړه تر دط دمه څه جزئیات نشته.

تېره اوونۍ درانه رهبر آیت‌الله علي خامنه‌يي د امریکا وړاندیز د ایران د ګټو خلاف وباله او ژمنه یې وکړه؛ د ایران په خاوره کې به غني کولو روان ساتي، چې لویدیځ قدرتونه یې د اټومي وسلو جوړولو ته بالقوه لار بولي. ایران وايي، چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او شپږ قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پرېښود او بیا یې بندیزونه ولګول، چې د ایران اقتصاد یې فلج کړی دی. ایران د دې تړون له حدودو څخه د غني کولو پر زیاتېدا ځواب ورکړ.

ایران وايي، چې لویدیځ د اسرائیلو د اټومي پروګرام پر وړاندې سترګې پټې کړې دي. حتی په داسې حال کې، چې د ایران پر وړاندې فشار راوړي.

په دې راپور کې راغلي؛ اسرائیل یې نه تائیدوي او نه یې ردوي، چې دوی اټومي وسلې لري.

بقايي وایي، چې حساس اسرائیلي اسناد، چې ایران یې د افشا کولو ژمنه کړې، وښيي؛ “هغه ګوندونه، چې په دوامداره توګه د ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام په اړه پوښتنې کوي په فعاله توګه د اسرائیلو د پوځي اټومي پروګرام د پیاوړتیا لپاره کار کوي”.

هغه زیاته کړې؛ مذاکره کوونکي اړخونه باید اسرائیلو ته اجازه ورنکړي، چې ډیپلوماټیک بهیر ګډوډ کړي.

سیمه ییز خبرونه

د امریکا او ایران د خبرو ناڅرګند برخلیک، هرمز تنګي ته نږدې پر بېړۍ برید اندېښنې زیاتې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې خبرې روانې دي او ایران ته یې د«ښې هوکړې» د لاسلیک لپاره «وروستی فرصت» ورکړی دی؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې نه خبرې روانې دي او نه هم د داسې خبرو کوم پلان شته.

Published

on

د امریکا او ایران ترمنځ د پېنځه میاشتني کړکېچ د پای ته رسېدا لپاره د خبرو په اړه د دواړو هېوادونو متضادو دریځونو د سې‌شنبې پر ورځ ناڅرګندتیا او په هرمز تنګي کې عمان ساحل ته نږدې پر یوې باروړونکې بېړۍ برید د نړۍ د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې خبرې روانې دي او ایران ته یې د«ښې هوکړې» د لاسلیک لپاره «وروستی فرصت» ورکړی دی؛ خو ایران دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې نه خبرې روانې دي او نه هم د داسې خبرو کوم پلان شته.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي؛ خبرې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر د غوښتنې پر بنسټ روانې دي او ایران ته دا وروستی فرصت دی، چې یوه مناسبه هوکړه لاسلیک کړي.

د ټرمپ دا څرګندونې له هغې وروسته شوي، چې نوموړي د اوونۍ په پای کې پر ایران د هغو« پراخو بریدونو» له لغوه کېدا خبر ورکړ، چې د ده پر وینا د خبرو د ترسره کېدا له کبله یې اجازه بېرته اخیستې وه.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، له امریکا سره نه کومې خبرې روانې دي او نه هم کومه ناسته ټاکل شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ایران نه په نږدې ورځو کې د کوم بهرني پلاوي د کوربتوب پلان لري او نه هم خپل مرکچیان بهر ته استوي. هغه زیاته کړې: د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي پرته، چې د عراق په مذهبي سفر کې و؛ نور ټول ایراني مرکچیان په هېواد کې دي او یوازې له عمان سره د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خبرې روانې دي.

دغه راز د عمان ساحل ته نږدې په هرمز تنګي کې یوې باروړونکې بېړۍ اعلان کړی، چې د نامعلوم توغندي له لګېدا سره مخ شوې ده. د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم دغه پېښه تائید کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس هم کم شوی او د دوشنبې پر ورځ یوازې شپږ سوداګریزې بېړۍ له دې لارې څخه تېرې شوې دي.

سره له دې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ احتمالي کمېدا د تېلو نړیوالې بیې راټیټې کړې او د ونډو بازارونه یې هم اغېزمن کړل.

ټرمپ وروسته په ټروت سوشیل کې د ایران مشران« بې‌ساري دوه‌مخي» وبلل او ادعا یې وکړه، چې ایران د نورو خبرو غوښتنه کړې او په نږدې راتلونکې کې به نوې خبرې وشي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د امریکا سمندري ځواک پر هرمز تنګي بشپړ واک لري او څرګندوي: تر هغې، چې هوکړه یا« بشپړه تسلیمېدنه» ونه‌شي؛ ایران ته به هیڅ شی ونه رسېږي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

پر هرمز تنګي هوکړه شوې؛ له ایران سره اټومي خبرې دوشنبه پیلېږي ــ ټرمپ

ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بې‌وسلې کېدا راوڅرخیږي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هوکړه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د ایران پر اټومي پروګرام به هم هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بې‌وسلې کېدا راوڅرخیږي.

هغه دا ادعا هم کړې، چې هغه برید یې لغوه کړی و، چې پر وینا یې« له دوه‌یمې نړیوالې جګړې راپدېخوا تر ټولو ستر برید» و.

د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د فارس خلیج د سیمې یو شمېر مهمو متحدانو له واشنګټنه وغوښتل: د پوځي اقدام پر ځای د ډیپلوماسۍ او هوکړې لاره خپله کړي.

د امریکا ولسمشر د هرمز تنګي د هوکړې او له ایران سره د راتلونکو خبرو د چوکاټ په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

دغه راز، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچ او د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د امنیت او د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه اندېښنې اوس هم د منځني ختیځ له مهمو امنیتي او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي

دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۲, ۱۴۰۵

پاکستاني چارواکو ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو یوه مرکز ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د چاودنې پر مهال په سیمه کې د پولیسو پر ملاتړ د ځايي اوسېدونکو یوه غونډه روانه وه؛ خو اوس هم څرګنده نه‌ده، چې د برید اصلي موخه همدا غونډه وه که نه.

د سیمې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته ویلي، په دې چاودنه کې پېنځه پولیس سرتېري او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، څوارلسم وژل شوی ښايي بریدګر وي.

پولیسو ویلي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان نور هم ټپیان شوي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ د هغو کسانو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي، چې ښايي په دې برید کې لاس ولري.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې د دې چاودنې له کبله خپله «ژوره خواشیني او خواخوږي» څرګنده کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117