تازه خبرونه

ایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سي‌بې‌اس ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د الوتکو شتون رد کړی دی

Published

on

د سی‌بی‌اس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی، چې ایران د امریکا د احتمالي بریدونو له وېرې خپلې یو شمېر پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولې دي.

د راپور له مخې؛ د ایران ځینې پوځي الوتکې د پاکستان د اسلام‌آباد ترڅنګ د نورخان هوايي اډې کې لیدل شوې دي.

سرچینو سی‌بی‌اس ته ویلي، چې په دغو الوتکو کې یوه د څارنې الوتکه «RC-130» هم لېدل شوې ده.

سی‌بی‌اس همدارنګه راپور ورکړی، چې ماهان هوايي شرکت خپلې ځینې الوتکې د جګړو له پیلېدا مخکې کابل ته لېږدولې وې.

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د هوايي حریم له تړل کېدا وروسته دا الوتکې په افغانستان کې پاتې شوې او وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د ترینګلتیاوو له کبله د هرات هوايي ډګر ته لېږدول شوې دي.

دغه راز د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سي‌بې‌اس ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ایران د الوتکو شتون رد کړی دی.

همدارنګه پاکستانيو چارواکو هم هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې د ایران پوځي الوتکې د پاکستان په هوايي اډو کې ناستې دي.

Trending

Exit mobile version