سیمه ییز خبرونه

ایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی

د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.

Published

on

ایران وايي، چې د تېلو بندول به تر هغې روان وساتي، چې پر دې هېواد بریدونه پای ته ونه‌رسیږي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرې د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.

د ایران سپاه پاسداران د سې‌شنبې پر ورځ( د کب نولسمه ) ویلي، چې که امریکا او اسرائیل خپل بریدونه روان وساتي؛ نو دوی به “یو لیټر تېلو” ته له منځني ختیځ څخه د لېږدولو اجازه ورنکړي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران د انرژۍ له تولیدونکې سیمې څخه د صادراتو مخه ونیسي له سختو بریدونو سره به مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټرمپ څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي بنسټونو د ایران د نوي مذهبي رهبر مجتبا خامنه‌یي له غوراوي خبر ورکړ، چې ورسره نړیوال مالي بازارونه هم له اندېښنو سره مخ شول.

ټرمپ څرګنده کړې؛ امریکا د ایران پوځ ته جدي زیان رسولی او وړاندویېنه یې کړې، چې شخړه به د هغه له ټاکل شوي څلور اوونیز وخت څخه مخکې پای ته ورسیږي. که څه هم هغه د بریا له څرنګوالي څه ندي ویلي.

اسرائیل ويلي؛ د دوی د جګړې موخه د ایران د مذهبي واکمنۍ د سیسټم نسکورول دي.

امریکایي چارواکو ويلي، چې د واشنګټن هدف د ایران د توغندیزو وړتیاوو او اټومي پروګرام له منځه وړل دي؛ خو ټرمپ ویلي، جګړه یوازې د ایران د حکومت له اطاعت سره پای ته رسېدلی شي.

د ایران یوه ویاند دولتي رسنیو ته ویلي، “مونږ هغه کسان یوو، چې د جګړې پای ټاکو.”

دغه راز ویل کیږي، چې د تهران د تېلو پر چاڼ‌خونې له برید وروسته د جګړې له کبله د هرمز تنګي د بندېدا ګواښ نړۍ ته د انرژۍ نه‌رسېدلو په اړه بېلابېلې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اندېښنې رامنځته کړې دي.

Trending

Exit mobile version