تازه خبرونه
ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق پېژني – ملا برادر
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته د خپل سفر پر وخت د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي اکبر احمدیان سره په لیدنه کې د مهاجرینو له کوربهتوب مننه وکړه او څرګندوي: ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني.
ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او ایران اړیکو ته په نغوته کې ویلي؛ افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوه کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره ګډې هڅې شوې او روانې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیت او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو زیاتوالي بحث او خبرې وکړې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته پر کتو دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدی شي او اړتیا ده، چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ زیاتې او تخنیکي ډلې ګډ کار وکړي.
د ایران ملي امنیت عالي شورا رییس احمدیان د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته یې په ایران کې د میشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ څرګند کړ.
علي اکبر احمدیان د ترانزیت موضوعاتو ته په نغوته کې ویلي: ایران او افغانستان د چین د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري. چین افغانستان، ایران، عراق، سوریه، مدیترانه اروپا سره نښلولی شي.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه باید له رامنځته شوي فرصته ښه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنهکړي، چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.
تازه خبرونه
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
«غیرشرعي» غوښتنې نهمنو- د اسلامي امارت رهبر
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنهکړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونهغولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.
هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسمګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.
تازه خبرونه
ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګهوالو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمهییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.
عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.
هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمهییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
