سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.
همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نهدی اوښتی.
امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.
دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.
دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.