تازه خبرونه
ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ
دا وړاندیز د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترمنځ په یوه لیدنه کې رامنځته شو او دواړو خواوو د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د یووالي او خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په استانبول کې د سولې د دوهيم پړاو خبرو له ناکامۍ وروسته ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
دا وړاندیز د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترمنځ په یوه لیدنه کې رامنځته شو او دواړو خواوو د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د یووالي او خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ایران ولسمشر د ګډو دښمنانو پر وړاندې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د یووالي او ورورګلوۍ د پیاوړتیا پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي: “مونږ له پاکستان سره اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو او په جنوبي آسیا کې د سولې او همکارۍ لپاره کار کولو ته هم ژمن یوو.”
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلامآباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران چمتووالی هم مثبت ارزولی او د سیمهییز تاوتریخوالي په کمولو کې یې اغېزمن وباله.
په دې لیدنه کې د سیمهییز امنیت مسلې، سرحدي همغږي او د دواړو هېوادونو د زیارتکوونکو د هوساینې په اړه خبرې وشوې او د پاکستان او ایران د پولې اړوند مسلې هم رایادې شوې.
د ایران کورنیو چارو وزارت مرستیال علي زینوند د وزیر محسن نقوي د راتګ پر مهال له هغه هرکلی وکړ او ټاکل شوې، چې له نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره د همکارۍ او ګډو امنیتي مسلو په اړه نورې خبرې هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې د خبرو دوهیم پړاو د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر پر څلورمه بې پایلې پای ته ورسېد او پاکستانی پلاوي اسلامآباد ته روان شو.
تازه خبرونه
له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو ازبکستان ته سفر وکړ
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.
یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.
تازه خبرونه
د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټهنني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نهلري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نهشي کولی.
د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اړولې ده.
هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښهوالي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
په فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د فراه ولایت په ختیځ کې پر زر جریبه ځمکې د مسافرو او باروړونکو موټرو لپاره د یوه ستر او معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې، چې د لومړي پړاو لګښت یې ۱۲۷ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو ویلي، د دې پروژې له بشپړېدا سره به د مسافرو د تګ راتګ ستونزې راکمې، د باروړونکو موټرو لپاره به لازمې آسانتیاوې برابرې او د فراه ښار ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، دا تمځای د تېلو زېرمه، مسافرخونه، دوکانونه، اداري ودانۍ، جومات او شنه سیمه هم لري.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیقالله عابد د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې فراه د سیمهییزو لارو یو مهم مرکز دی او د دې تمځای جوړېدل به د ټرانسپورټي خدمتونو د ښهوالي او اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه تمځای د فراه هوايي ډګر ختیځ لوري کرجي سیمې ته نږدې جوړېږي، چې ۳۰۰ جریبه ځمکه یې د مسافرو موټرو او ۷۰۰ جریبه یې د باروړونکو موټرو لپاره ځانګړې شوې ده.
-
تازه خبرونه1 day agoد نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
-
لوبی1 day agoپه کابل کې د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړی پړاو پیل شو
-
سوداگري3 days agoد افغانستان ټرانزیټي سوداګري د پاکستان له لارې ټیټې تاریخي کچې ته رسېدلې
-
International Sports3 days agoانګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه19 hours agoخلیل الحیه د حماس نوی مشر شو
-
څار3 days agoڅار: په هيواد کې د نفتي توکو د بیو لوړوالی
