Connect with us

تازه خبرونه

نور جلال جلالي په سعودي عربستان کې له خپل سیال فهد عبدالرحمن الجلاجل سره ولیدل

دواړو خواوو پر ساري او غیر ساري ناروغیو او نشه‌یي توکو کارولو د مخنیوي تدابیرو، روغتیایي همکاریو هڅولو، درملو کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب، له پولیو سره د مبارزې په ګډون بېلابېلو اړینو مسلو اندونه وړاندې کړل.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت عامې روغتیا وزیرې نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د سعودي حکومت د عامې روغتیا له وزیر فهد عبدالرحمن الجلاجل سره په داسې حال کې ولیدل، چې د پاکستان د روغتیا وزیر هم حاضر و.

دواړو خواوو پر ساري او غیر ساري ناروغیو او نشه‌یي توکو کارولو د مخنیوي تدابیرو، روغتیایي همکاریو هڅولو، درملو کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب، له پولیو سره د مبارزې په ګډون بېلابېلو اړینو مسلو اندونه وړاندې کړل.

دوی د پولیو له منځه وړلو او د سلمان بنسټ له‌خوا د روغتیایي جوړښتونو د پیاوړتیا په برخه کې د ننګونو په اړه هم بحث او خبرې کړې دي.

نور جلال جلالي ټینګار کړی، چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د ګډو پروګرامونو له لارې د تدابیرو پیاوړتیا او د خلکو روغتیایي حالت ښه کولو ته ژمن دی.

دغه راز د سعودي او پاکستان وزیرانو هم د افغانستان له هڅو ستاینه کړې او ډاډ څرګندوي، چې د پولیو د له منځه وړلو، د نشه‌یي توکو مخنیوي او د روغتیایي بیخبناوو د پیاوړتیا په برخو کې به همکارۍ روانې ساتي.

نوموړي تېره ورځ (سې‌شنبه د لړم شپږمه) د سعودي عربستان د روغتیا وزیر پر بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

ویل کیږي، چې نور جلال جلالي به د دې هېواد د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې هم برخه واخلي.

Advertisement

تازه خبرونه

پر لمانځه، دیني زده‌کړو او بیت‌المال ساتنې ټینګار وکړئ – د اسلامي امارت رهبر

د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې: نوموړي ویلي، چې مجاهدین باید لمونځ د ټولو ارکانو او شرایطو پر رعایت ادا کړي او د دیني زده‌کړو ترڅنګ، اسلامي اخلاق او آداب هم په خپل ژوند کې عملي کړي؛ ځکه، چې خلک یې کړنې څاري.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده پرون ماسپښین د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو ته په وینا کې پر لمانځه، دیني علومو زده‌کړې، اسلامي اخلاقو رعایت او د بیت‌المال ساتنې ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې: نوموړي ویلي، چې مجاهدین باید لمونځ د ټولو ارکانو او شرایطو پر رعایت ادا کړي او د دیني زده‌کړو ترڅنګ، اسلامي اخلاق او آداب هم په خپل ژوند کې عملي کړي؛ ځکه، چې خلک یې کړنې څاري.

د اسلامي امارت رهبر له دې ځواکونو غوښتي؛ قرآن کریم له قرائت، تجوید او معنا له مخې زده کړي، جوماتونو ته درناوی ولري، د خپلو مشرانو او استادانو درناوی وکړي او خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

هغه د دولتي امکاناتو؛ موټرو او وسلو پر مسوولانه کارونې ټینګار کړی او له دې ځواکونو یې غوښتي، چې له بیت‌المال څخه له ناسمې ګټې اخیستنې ډډه وکړي.

شیخ هبة‌الله آخوندزاده همدارنګه د ځواکونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر ساتلو، له قوم‌پالنې او اړیکوپالنې څخه پر ډډه کولو او د شخصي ګټو پر ځای د نظام ګټو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه به د کال تر پایه تاجکستان ته وسلې او تجهیزات ولېږي

د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.

Published

on

 

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي تالات‌بیک ماسادیکوف ویلي، چې روسیه او د دې ټولنې نور غړي به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان له پولې سره د تاجکستان د امنیت پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته د وسلو او تجهیزاتو د لېږلو بهیر پیل کړي.

د روسیې تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ماسادیکوف ویلي، چې د قزاقستان، قرغزستان، روسیې او بېلاروس لومړنۍ جوپې به د روان کال د مني تر پایه تاجکستان ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې، چې دا پروګرام د تجهیزاتو ترڅنګ وسلې هم رانغاړي او موخه یې د افغانستان له پولې سره په اوږدو کې د تاجکستان د امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ټینګار کړی، چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام افغانستان ته ګواښ نه‌دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد او ګاونډ هېوادونو پر وړاندې ونه‌کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیه‌یزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې

وهابوف په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز له‌خوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییز پیوستون راوڅرخېدله.

Published

on

 

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف ویلي؛ د ازبکستان او ناروې د چارواکو دوه‌ورځنۍ غونډه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ترسره شوه، چې په کې د سیمې امنیت، په سیمه‌ییزو همکاریو کې د افغانستان ونډه او د اقتصادي اړیکو پراختیا وارزول شوه.

وهابوف په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز له‌خوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمه‌ییز پیوستون راوڅرخېدله.

د ازبکستان په پلاوي کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشوف، په ناروې کې د ازبکستان سفیر رحمت‌الله نوریمبتوف، د نړیوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او جولان وهابوف ګډون درلود.

وهابوف څرګنده کړې؛ په دې غونډه کې یې د سولې ټینګښت او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو په برخه کې د ازبکستان تجربې وړاندې کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې تلپاتی ثبات یوازې د سیمه‌ییزې همپالنې پر بهیرونو د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې شونی دی.

هغه دا غونډه د نورو خبرو لپاره هیله‌بښونکی پیل بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا بهیر به په منظم ډول روان وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!