تازه خبرونه
ایران د کډوالو ترانزیت هېواد دی
د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر وایي،افغان کډوال په پاکستان او ایران کې دشته ستونزو له کبله اړکیږي، چې اروپایی هېوادونو ته ولاړشی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ایران دکډوالو ترانزیت هېواد دی. اړتیا ده، چې په دې برخه کې د افغانستان، ایران او اروپایی ټولنې ترمنځ گډ تفاهم او پرېکړه رامنځته شي.
د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر د خپل کار په دفتر کې د اروپایی ټولنې له سفیر فرانزمیشل میلیبند سره په لیدنه کې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په صورت کې به هغو ي اروپایی هېوادونو ته له تلو را وگرځي.
ښاغلي میلیبند په ډاگه کړې، چې د افغان پناه غوښتونکیو ستونزې باید په گډه مدیریت شي او اروپایي ټولنه په دې برخه کې همکارۍ او گډ کار ته چمتوده.
هغه ویلي، چې د افغانستان فني تیم او اروپایی ټولنه به د مهاجرینو د ستونزو د حل له پاره کار وکړي.
د اروپایی ټولنې سفیرزیاته کړې، چې دا ټولنه چمتو ده له هغو افغان پناه غوښتونکیو سره مرسته وکړي،چې په داوطلبانه توگه غواړي خپل هېواد ته بېرته راستانه شي.
څه موده مخکې د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت ویلي وه، چې په ۲۰۱۵کال کې د نړۍ په ۴۴صنعتي هېوادونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره افغانانو د پناه غوښتنې عریضې کړي دي.
تازه خبرونه
د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.
محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.
د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.
تازه خبرونه
ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.
محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.
نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.
هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.
ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.
ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.
د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.
هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه4 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی4 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی1 day ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه