سیمه ییز خبرونه

ایران له امریکا سره د سوله‌ییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده ویلي، چې تهران غواړي له امریکا سره سوله‌ییز اټومي تړون ته ورسیږي؛ خو ټینګار کوي، چې د ایران ملي امنیت د خبرو اترو وړ ندی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب‌زاده د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ ایران غواړي له امریکا سره د روان اختلاف د حل لپاره “سوله‌ییزې” اټومي هوکړې ته ورسیږي؛ خو خپل ملي امنیت به له زیان سره مخ نکړي.

د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده ویلي، چې تهران غواړي له امریکا سره سوله‌ییز اټومي تړون ته ورسیږي؛ خو ټینګار کوي، چې د ایران ملي امنیت د خبرو اترو وړ ندی.

هغه دا څرګندونې د ابوظبي په دولسم سټراتیژیک ډیالوګ کې کړي او څرګندوي، چې واشنګټن د منځګړو هېوادونو له لارې تهران ته د اټومي مذاکراتو په اړه متضاد پیغامونه رالېږي.

د خطیب زاده د څرګندونو له مخې: د جون په میاشت کې د ایران او اسرائیل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې امریکا هم په کې د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو برید وکړ؛ اټومي مذاکرات پر ټپه درېدلي دي.

ایران او امریکا د اټومي تړون په اړه پېنځه نامستقیمې خبرې کړې دي؛ خو د یورانیمو غني کولو او تفتیشونو په اړه اړوند اختلافات پخپل حال پاتې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: “ایران د اټومي بم جوړولو هڅه نه‌کوي او چمتو دی، چې نړیوالې ټولنې ته په دې برخه کې ډاډ ورکړي. مونږ پخپل کورني اټومي پروګرام ویاړو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ستر رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي تېره اوونۍ یو ځل بیا تر فشار او ګواښونو لاندې له امریکا سره خبرې رد کړې او څرګندوي، چې تهران به یوازې د متقابل درناوي په فضا کې خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version