تازه خبرونه
ایران نور دوه میلیون بې اسناده افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کوي
د سکندر مومني د څرګندونو له مخې؛ د خراسان رضوي له پولو څخه د بهرنیو اتباعو د وتلو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی او زیاتوي، چې له قانوني اسنادو پرته د دوه میلیون مهاجرینو تدریجي ستنېدا د دې وزارت یو بنسټیز کار دی.
د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني زیاته کړې، چې تر اوسه پورې له ۱.۲ میلیون ډېر افغان کډوال د ایران د خراسان رضوي ولایت له پولو وتلي او د دوه میلیون نورو بې اسناده افغانکډوالو تدریجي ستنېدا تر کار لاندې ده.
د سکندر مومني د څرګندونو له مخې؛ د خراسان رضوي له پولو څخه د بهرنیو اتباعو د وتلو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی او زیاتوي، چې له قانوني اسنادو پرته د دوه میلیون مهاجرینو تدریجي ستنېدا د دې وزارت یو بنسټیز کار دی.
مومني نن (دوشنبه د زمري اووهویشتمه) مشهد ښار ته د کاري سفر پر مهال ویلي، چې د بهرنیو اتباعو د وضعیت او د هېواد د پولو د مدیریت د بیاکتنې لپاره به یوه ځانګړې غونډه جوړه شي.
هغه ټینګار کړی، چې د کورنیو چارو وزارت یو له اړینو کارونو څخه د سرحدونو د تړلو او د ناقانونه کډوالو د تنظیمولو د بهیر بیاکتنه ده، چې نن ماښام به د مشهد د ملي او ولایتي ادارو د مشرانو په یوه غونډه کې پرې بحث وشي.
نوموړي د کډوالو د نفوس د مدیریت پر اړتیا د ټینګار تر څنګ زیاته کړې: “د جوړ شوي پلان پر بنسټ لومړی به شاوخوا دوه میلیون بې اسناده کډوال بېرته ستانه شي. “
ویل کیږي، چې “اوسمهال له شپږ میلیون ډېر افغانان په ایران کې شته او د دې نفوس اداره کول جدي ملي او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.”
