تازه خبرونه

ایران په تېره یوه میاشت کې پېنځه افغانان اعدام کړل

دا راپور، چې د یکشنبې پر ورځ (د زمري دولسمه) خپور شوی؛ څرګندوي: ایران د روان کال په جولای کې ۹۶ بندیان اعدام کړل، چې پېنځه یې افغانان ول.

Published

on

د بشري حقونو څار بنسټ هه‌نګاو راپور ورکړی، چې په ایران کې تېره میاشت پېنځه افغانان اعدام شوي دي.

دا راپور، چې د یکشنبې پر ورځ (د زمري دولسمه) خپور شوی؛ څرګندوي: ایران د روان کال په جولای کې ۹۶ بندیان اعدام کړل، چې پېنځه یې افغانان ول.

د بشري حقونو څار بنست هه‌نګاو زیاته کړې، چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د جولای پر پرتله لږ تر لږه ۴۱ قضیې یا ۷۴.۵٪ زیاتوالی لري.

دغه راز زیاته شوې، چې د تېر کال په همدومره وخت کې ۵۵ بندیان اعدام شوي وه.

په راپور کې راغلي؛ د روان کال په جولای کې ډېری اعدام شوي کسان د مخدره توکو پر اړوند جرمونو تورن ول.

څار بنسټ د دغو اشخاصو د هویت په اړه جزئیات ندي ورکړي او ایراني چارواکو هم تر دې دمه پدې اړه تبصره نده کړې.

د بشري حقونو څار بنسټ له دې مخکې په خپل کلني راپور کې لیکلي وه، چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.

Trending

Exit mobile version