سیمه ییز خبرونه

ایران په تېرو ۲۵ ورځو کې ۱۱۳ کسان اعدام کړل

د اعدامونو دا زیاتوالی د سیاسي مخالفانو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو کړنو پر مهال رامنځته شوي دي.

Published

on

د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې د ایران چارواکو یوازې د می میاشتې په لومړیو ۲۵ ورځو کې لږ تر لږه ۱۱۳ کسان اعدام کړي دي.

د اعدامونو دا زیاتوالی د سیاسي مخالفانو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو کړنو پر مهال رامنځته شوي دي.

د ایران بشري حقونو بنسټ په اوسلو کې میشته نادولتي موسسه ده، چې وایي: د می میاشتې تر اووه‌ویشتمې پورې د ۲۰۲۵ کال د ایران د اعدامونو شمېر ۴۷۸ ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴ کال د ورته وخت پر پرتله ۷۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي: که د اعدامونو دا لړۍ وي؛ نو د کال تر پایه پورې به له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک، چې قومي اقلیتونه، سیاسي بندیان او د مخدره توکو پر جرمونو تورن کسان دي، د اعدام له خطر سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ لنډمهاله اجرائیوي رییس فیدریکو بورلو ویلي: “د ایران چارواکو تر دې دمه په ۲۰۲۵ کال کې پر منځنۍ کچه هره ورځ لږ تر لږه درې کسان اعدام کړي، چې ډېری مخالفان او څنډې ته شوي خلک د حکومت د ظالمانه کړنو قرباني شوي دي.”

ویل کیږي، چې “د وژنو دا لړۍ د کمېدو نښې نه‌ښیي. په ایران کې د دې کړکیچ کچه ​​د نړیوالې ټولنې لپاره د ټولو اعدامونو د سمدستي بندولو او د اعدام د سزا د ځنډولو غوښتنه پر ګوته کوي.”

Trending

Exit mobile version