تازه خبرونه
ایران په روان کال کې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ بندیان اعدام کړي
ههنګاو په خپل راپور کې د افغانستان د اعدام شویو کسانو د هویت او د هغوی د جرمونو په اړه څه ندي ویلي.
د بشري حقونو بنسټ«ههنگاو» راپور ورکړی، چې ایران د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۹۰۶ بندیان اعدام کړي، چې ۵۹ یې افغانان دي.
ههنګاو په خپل راپور کې د افغانستان د اعدام شویو کسانو د هویت او د هغوی د جرمونو په اړه څه ندي ویلي.
د افغانستان وګړي په ایران کې تر ډېره د مخدرو توکو د قاچاق او قصدي وژنو پر تور بندیانېږي او یا هم اعدامېږي.
د بشري حقونو بنسټ «ههنګاو» دا هم ويلي؛ یوازې له اګست راپدېخوا د ایران په زندانونو کې پر لږ تر لږه ۱۵۲ بندیانو د اعدام حکم عملي شوی، چې ۸ کسان په کې افغانان دي.
ایران په نړۍ کې د اعدام تر ټولو لوړه کچه لري او د دې اعدامونو یوه لویه برخه له مخدرو توکو سره اړوند جرمونه دي.
د بشري حقونو هڅاند(فعالان) وایي؛ ډېری بهرني وګړي، چې پدې تړاو نیول کیږي د فقر، بېکارۍ او ناامنه مهاجرت قربانیان دي.
یو شمېر کارپوهانو ټینګار کړی؛ اسلامي امارت مسوولیت لري، په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو له وضعیت څارنه وکړي او د افغانستان د وګړو په ځانګړي توګه په ایران کې د اعدام مخه ونیسي.
د اسلامي امارت چارواکو له ایران څخه غوښتنه کړې، چې پر اعدام محکومو مجرمانو لپاره بدیل مجازات په پام کې ونیسي.
د بشري حقونو بنسټونه، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي؛ راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د افغان بندیانو د اعدام کچه لوړه کړې ده.
د ایران د بشري حقونو بنسټ په خپل کلني راپور کې لیکلي، چې ایران تېر کال لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.