لوبی

ایټالیایي روزونکی د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشري پر غاړه اخلي

فډراسیون د سې‌شنبې پر ورځ د غبرګولي شپږمه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي له ټاکلو خبر ورکړ.

Published

on

د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې ایټالیایي وینچنزو البرټو د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

فډراسیون د سې‌شنبې پر ورځ د غبرګولي شپږمه د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي له ټاکلو خبر ورکړ.

د فډراسیون د څرګندونو له مخې؛ وینچنزو البرټو به د روان کال (د غبرګولي شلمه / د جون پر لسمه) د فوټبال ملي لوبډله د سوریې پر وړاندې د آسیا جام د کوالیفای سیالیو په درېیم پړاو کې خپل شتون تجربه وکړي.

۴۰ کلن ایټالوی روزونکی د ازبک روزونکي عثمان توشیف ځای نیسي، چې د خرابو پایلو له کبله یې استعفا ورکړه.

وینچنزو البرټو په ۲۰۱۰ کال کې د ایټالیا په درېیم لیګ کې روزنه پیل کړه او په ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کې ارمنستان ته ولاړ او د دې هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ځوانانو لوبډلې تخنیکي روزونکی شو.

له هغه وخت راپدېخوا په بېلابېلو هېوادونو کې د څو لوبډلو روزونکی و؛ خو ښې پایلې یې ترلاسه نکړې.

وینچنزو البرټو په ۲۰۲۰ کال کې د هند غوره لیګ ته لاړ او د ګولولام روزونکی وټاکل شو، چې په دې کلب کې یې دوه ځله اتلولي وګټله.

د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي، د اسلام الدین امیري په ګډون فرشاد نوري او شریف محمدي، د هند په ګولولام کې د وینچنزو البرټو تر مشرۍ لاندې لوبېدلي دي.

وینچنزو البرټو په ۲۰۲۳ کال کې د نیپال د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی شو او له دې لوبډلې سره یې په نړیوالو سیالیو کې درې بریاوې، درې مساوي او څلور ماتې خوړلي دي.

Trending

Exit mobile version