International Sports

بابر اعظم د پاکستان کرکت ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه شو

Published

on

د کرکت په نړیوال جام کې د پاکستان له ماتې وروسته د دې لوبډلې پخواني لوبډلمشربابر اعظم د چارشنبې پر ورځ ( د لړم ۲۴) ویلي، چې د کرکت د درې واړو بڼو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

بابر اعظم ویلي، چې د کرکت له ملي لوبډلې سره به لوبې ته دوام ورکړي.

په لاهور کې د پاکستان کرکت بورد له مشر ذکا اشرف سره له لیدو وروسته بابر اعظم په ایکس پاڼه کې ولیکل،چې: نن زه د پاکستان د ټولو بنو او فارمیتونو له لوبډلمشرۍ استعفا ورکوم.

هغه زیاته کړې: دا پرېکړه ستونزمنه ده؛ خو زه احساس کوم، چې دا د دې پرېکړې لپاره مناسب وخت دی. زه به په درې واړو فارمیتونو کې د یوه لوبغاړي په توګه د پاکستان استازیتوب روان وساتم.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د کرکت په نړیوال جام کې پاکستان له افغانستان د یوې درندې ماتې په ګډون له نهه لوبو څخه پېنځه وبایللې، چې د بابر اعظم لوبډلمشري یې تر پوښتنې لاندې راوسته.

Trending

Exit mobile version