تازه خبرونه
باور د ستونزو د حل یوازنۍ لار ده – سراج الدین حقاني
د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني د پاکستاني پلاوي له سفر هرکلی وکړ او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د ښهکېدا لپاره یو ګټور ګام وباله.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازنۍ لار ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني د پاکستاني پلاوي له سفر هرکلی وکړ او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د ښهکېدا لپاره یو ګټور ګام وباله.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په پاکستان کې له افغان کډوالو او بندیانو سره د مناسب چلند غوښتنه هم وکړه او هغوی ته یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
هغه ویلي: “مونږ دوه ګاونډ او مسلمان (حکومتونه) یوو، چې ډېری شیان مو ګډ دي. زمونږ ترمنځ د ښه او رغنده تعامل د رامنځته کولو لپاره ډېر دلیلونه شته دي.”
په دې لیدنه کې د پاکستان کورنیو چارو وزیر د امنیت او مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري پیاوړې شي.
سید محسن نقوي ویلي؛ هڅه به وکړي، چې سوداګرو او عادي خلکو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي او د ننګونو د حل لپاره به له افغانستان سره ګډ او همغږی کار وشي.