سیمه ییز خبرونه
بدخشان ته د هوايي چلند يوه خصوصي شركت الوتنې پيل كړې
افق شرق هغه هوايي شركت دى، چې بدخشان ته يې په لومړي ځل خپلې الوتنې پيل كړې دي.
د افق شرق هوايي شركت مسوولين وايي:
د شل ميليون دالرو په پانگونه مو د هېواد ليرې پراته ولايتونه، چې د ځمكني ترانسپورت له ستونزو سره مخ ول، له مركز سره ونښلول.
دوى وايي:
له مركزسره د ولايتونو واټن او ترانسپورتي ستونزو دولتي او اقتصادي چارې زيانمنې كړې دي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب دې ولايت ته الوتنې د خلكو په ژوند كې مثبت گام گڼلى او وايي:
له دې وروسته به دا خلك د ناروغانو او اړو كسانو د ليږدولو په برخه كې ستونزې ونه لري.
بدخشان يو غرنى ولايت او خلك يي تل د مواصلاتي لارو د بندوالي له كبله له ستونزو سره مخ وي.
په ولسي جرگه كې د بدخشان استازې فوزيه كوفي هم دا يو غوره اقدام بولي او وايي:
د نوموړي شركت مسوولين دې ولسواليو ته د الوتنو او د كرايو په ټيټوالي كې پاملرنه وكړي.
د افق شرق د هوايي شركت عامل رييس جاهد عظيمي وايي:
اوس مو په اوونۍ كي يوځل بدخشان ته الوتني پيل كړي، چې په ترانسپورتي برخه كې د خلكو ستونزي اوارې شي.
نوموړي ژمنه وكړه، چې:
له خپلو امكاناتو سره سم به د كرايي په لږوالي او د الوتنو په زياتوالي غور وكړو.
افق شرق د باختر له هوايي شركت وروسته، چې د تېرو جگړو له كبله له فعاليت څخه ولويد، د ملكي هوايي چلند دوه يم هوايي شركت دي، چې يوازې كورنۍ الوتنې كوي.
د يادونې وړ ده، چې اوس په افغانستان كې د هوايي چلند په برخه كې يو دولتي او درې خصوصي شركتونه فعاليت كوي.