سیمه ییز خبرونه
بريتانيا په افغانستان كې خپل روان ماموريت بريالى بولي
د بريتانيا لومړى وزير ديويد كامرون، چې په يوه نااعلام شوي سفر كې افغانستان ته رارسيدلى وايي:
له افغانستان څخه د بريتانوي سرتېرو وتل د ناټو د بريالي ماموريت پايله ده.
په هلمند كې د بريتانوي ځواكونو كوماندان وايي:
اوس هم په افغانستان كې امنيتي گواښونه شته، خو افغان ځواكونو د دې گواښونو د ځپلو توان پيدا كړى دى.
د بريتانيا لومړى وزير ديويد كامرون سفر په داسې حال كې رامنځته كيږي، چې تېره ورځ يې له دې هېواد څخه په راتلونكي ۲۰۱۳م كال كې د څه نا څه څلور زره بريتانوي، سرتېرو د ويستلو پرېكړه كړې ده.
هغه په هلمند كې له بريتانوي سرتېرو سره وكتل، چې د كرسمس مباركي وركړي. له هغوى سره يې ډوډۍ وخوړله او لوبې يې وكړې.
د بريتانيا لومړى وزير وايي:
هېواد يې په افغانستان كې خپلې موخې ته رسيدلى او اوس د دې وخت را رسيدلى، چې له دې هېواد څخه بريتانوي سرتېري ووڅي.
ديويد كامرون وايي:
زه خوښ يم، چې په افغانستان كې د ۹۰۰۰ سرتېرو نيمايي برخه د ۲۰۱۳ ز. كال تر پايه بېرته خپل هېواد ته ستنيږي او نور پاتې سرتېري به د ۲۰۱۴ز. كال تر پايه ووځي. دا پرېكړه په بريتانيا كې د خلكو له هركلي سره مخ شوې او ډاډمن يم، چې د افغانانو له هركلي سره به هم مخ شي، ځكه افغانان غواړي امنيت يې خپل ځواكونه ونيسي او موږ په دې برخه كې ور سره مرسته كړې ده. د ځواكونو د ويستو پرېكړه د برياليتوب پر بنسټ شوې نه د ناكامي پر بنسټ.
په هلمند كې د بريتانوي ځواكونو كوماندان باب بيروس وايې، چې:
افغان ځواكونه اوس د دې توان لري، چې نور مسووليتونه په غاړه واخلي. خلك د خپلو ځواكونو له كړنو خوند اخلي او اوس مناسب وخت دى، چې ورته ډېر او لا ډېر مسووليتونه وسپارو.
ولسمشر حامد كرزي د نوموړي له دې پرېكړې هركلى وكړ. تر امريكا وروسته بريتانيا دوه يم هېواد دى، چې په افغانستان كې ډېرسرتېري لري او له لس كلونو را پديخوا د هېواد په ټولو ناامنه سيمه هلمند كې ميشت دي. تر دې مهاله د افغانستان په ماموريت كې نږدې پېنځه سوه بريتانوي سرتيري وژل شوي دي.