تازه خبرونه

بریتانیا له افغانستان سره په مرستو کې ۵۰ سلنه کموالی راوستی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۴۰۲)

د بریتانیا د بهرنیو مرستو یوې څارونکې ادارې ويلي؛ دغه هېواد له افغانستان سره خپلې مالي مرستې په سلو کې پنځوس کمې کړې دي.

دغه بنسټ په یوه راپور کې په ډاګه کړې، چې د مرستو له کمېدو سره د پولیو واکسیناسیون او ماین پاکولو په ګډون یو شمېر پروګرامونه هم ځنډېدلي دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې، بریتانیا سږ کال له افغانستان سره خپلې مرستې له ۲۴۶ میلیون پونډو څخه ۱۰۰ میلیون ته راکمې کړې دي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې بریتانیا د خپلو مالي مرستو پر ناڅاپي کمښت نه‌شي کولی د بشري ناورین په کمولو کې، چې هره ورځ په افغانستان کې مخ په زیاتېدو دی؛کوم مثبت رول ولوبوي.

د بریتانیا د بهرنیو مرستو د ادارې په راپور کې راغلي: بریتانیا د طالبانو ( اسلامي امارت) له واکمنۍ راپدیخوا له افغانستان سره د نړۍ په مرستو کې مهم رول لوبولی؛ خو اوس د بریتانيا د مالي مرستو کمېدل پر هغو پروګرامونو منفي او مستقيم اغېز لري، چې افغانان ترې ګټه پورته کوي.

بریتانیا په ۲۰۲۲ ز. کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې ۲۴۶ میلیون پونډه مرسته کړې وه، چې د دغه هېواد مرستې ۱۰۰ میلیون پونډو ته راکمې شوې دي.

د دغه بنسټ کمېشنر د مرستو د کمښت د بیا کتنې تر څنګ له بریتانیا وغوښتل، چې په افغانستان کې دې دیپلوماتیک حضور ولري، چې وکولی شي په افغانستان کې د خپلو مرستو د لګولو بهیر اغېزمن کړي.

د اسلامي امارت اقتصاد وزارت وايي؛ د ځینو هېوادونو لخوا د مرستو کمول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

دغه وزارت مرستیال ټینګار کړی؛ د افغان ولس ستونزو ته پرپاملرنه باید د هېوادونو مرستې کمې نه‌شي، بلکې زیاتې شي.

له دې مخکې نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و؛ که د اسلامي امارت په کړنو کې بدلون را نه‌شي او لنډمهالی حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنې ونه‌مني، له افغانستان سره به د هېوادونو مرستې کمې شي.

Trending

Exit mobile version