لوبی

بنګله دېش افغانستان ته په تست لوبه کې پر ۵۴۶ منډو ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د تست لوبې پر څلورمه ورځ د بنګله دېش پر وړاندې د ۵۴۶ منډو پر توپیر ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې په داسې حال کې، چې ۶۶۱ منډې یې لرلې د لوبې پر څلورمه ورځ یې پر ۴۵ منډو او د دوه لوبغاړيو پر له له لاسه ورکولو پیل کړه او یوازې ۷۰ منډې یې جوړې کړې.

تسکین احمد د کوربه لوبډلې غړي څلور او شریف الاسلام درې ویکټې واخیستې.

پر هغو منډو، چې بنګلدېش لوبډلې افغانستان مات کړ؛ په تېرو ۸۹ کلونو کې تر ټولو ډېرې تست منډې وې، چې اړوند لوبډله یې بریا ته ورسوله.

افغانستان تر دې دمه څلور تیست لوبې بایللي دي.

Trending

Exit mobile version