تازه خبرونه

بنیاد بیات دا ځل په بلخ کې 6000 زده کوونکو ته قوي خوراکي توکي وویشل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بلخ ته هم د بیات بنیاد له خوا د قوي خوراکي توکو د ویش لړۍ ورسیده.

دغه خوراکي توکي په مزارشریف ښار کې د مقصدالله شهید، غازي امان الله، شهید بلخي او قاري فتح الله په لیسو کې په څه باندې شپږ زرو زده کونکو وویشل شول.

خوارځواکي د افغانستان په ماشومانو کې یو جدي ستونزه ده؛ بیات بنیاد هڅه کوي چې دغه پدیده هېواد کې کمه کړي.

په بلخ کې د بیات بنیاد استازیفواد عظیمي وایي، سالم ماشومان د ښې راتلونکې ضمانت کوي.

ښاغلی عظیمي وایي، په دغو خوراکي توکو کې ویټامنیونه او د ماشومانو د اړتیا وړ منرالونه شته.

په همدې حال کې د بلخ د یوه ښونځي مسول د بیات بنیاد دغه مرستې ستایي او له نورو سوداګرو او پانګوالو هم غواړي چې په خوار ځواکي ناروغي اخته ماشومان هیر نه کړي.

بیات بنیاد په تېرو دوو کلونو کې په دې توانیدلی چې په مرکز او ولایتونو کې کم وده او د خوارځواکي په ناورغي اخته ماشومانو ته له یوسلو پنځوس زره زیاتې خوراکي بستې وویشي.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، دولس اعشاریه شپږ میلیون ماشومان هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې سم نیم یې په خوارځواکي اخته ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version