سیمه ییز خبرونه
بهرنيو تازه ميوو د كورنيو ميوو بازار اغېزمن كړى
له بهرنيوهېوادونوڅخه هېواد ته له اندازې د زياتې تازه ميوو واردولو د كورنيو ميوو بازار اغېزمن كړى دى.
د تازه ميوو يوشمېر پلورونكي او بڼوال د دې ټكي په څرگندولو وايي:
د سوداگرى وزارت بايد د ورته ميوو د واردولو مخنيوى وكړي او بهرته د افغان محصولاتو د صادرولو زمينه برابره كړي.
د سوداگرۍ وزارت وايي:
په روان كال كې بهرته د تازه ميوو صادرات ډېرشوي؛ خو د صادراتو په وړاندې ستره ستونزه د محصولاتو په تړلو كې بې غوري بولي.
د كرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرنې له مخې، سږ كال د افغان محصولاتو په ځانگړي توگه ميوو زياتوالى د تېرو څو كلونو په پرتله بې سارى دى.
يو شمېر بڼوال او د ميوو پلورونكي د كرنيزو محصولاتو زياتوالى د هېواد د اقتصاد په گټه نه بولي.
دا ځل بڼوال او د ميوو پلورونكي د بازار له نه شتون او د بهرنيو په ځانگړي توگه د ايراني ميوو له واردولو شكايت كوي.
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت د دې ننگونې په منلو وايي:
له دې سره، سره د روان كال په شپږ لومړنيو مياشتو كې له۵۰ زره ټنو ډېره ميوه بهرنيو بازارونو ته صادره شوې ده.
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيد الله غازي خېل وايي:
د نړيوالو بازارونو له غوښتنو سره سم د افغان ميوې تړلو ته ډېره پاملرنه نه كيږي او همدا چاره د دې لامل شوې، چې افغان ميوې بهرنيو بازارونو ته لار ونه مومي.
كه څه هم له يوې مياشتې زياته موده كيږي، چې ايران افغانستان ته د خپلو ډېرو توكو صادرات بند كړي؛ خو دا، چې تازه ميوه ژر خرابيږي، نو د ايران له لوري افغانستان ته د ميوو صادرات روان دي.