تازه خبرونه
بهر ته د افغان کارګرانو د لېږلو د نوملیکنې لړۍ پیل شوه
د تړون له مخې؛ په لومړي پړاو کې قطر ته د افغان کارګرانو ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي او د دوی د نوملیکنې لړۍ به ډېر ژر د وزارت د کارګرانو د لېږلو د څانګې تر څارنې لاندې پیل شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د قطر د ګډ دولتي شرکت او په افغانستان کې د خصوصي کارموندنې شرکتونو ترمنځ بهر ته د افغان کارګرانو د لېږلو تړون لاسلیک شو.
د تړون له مخې؛ په لومړي پړاو کې قطر ته د افغان کارګرانو ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي او د دوی د نوملیکنې لړۍ به ډېر ژر د وزارت د کارګرانو د لېږلو د څانګې تر څارنې لاندې پیل شي.
دا لړۍ به له ټولو قانوني معیارونو، حرفوي خوندیتوب او انساني وقار سره سمه ترسره شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې کاري لړۍ پر رڼښت او باور له ټینګار کولو تر څنګ له خلکو غوښتي، چې یوازې د وزارت رسمي او تصویب شویو مرکزونو ته ورشي او له بې باوره اشخاصو یا شرکتونو سره دې له اړیکو ډډه وکړي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې پروګرام هدف د قانوني کاري فرصتونو رامنځته کول، د کاري فرصتونو زیاتول او په بهر کې د افغان کارګرانو لپاره قانوني خوندیتوب چمتو کول دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په رسنیزه خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نوملیکنې شرایطو او اړوند مرکزونو په اړه نور جزئیات به په راتلونکو خبرتیاوو کې خپاره شي.
