پرمختګ او بشپړتیا
بیات برښنا شرکت له طبیعي ګازو څخه د برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې د بیات برښنا شرکت او د اوبو او برښنا وزارت تر منځ د جوزجان د شبرغان له طبیعي ګازو څخه د ۵۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه.
د اوبو او برښنا وزیر علی احمد عثماني د دغې هوکړې په ځانګړیو مراسمو کې ، چې ارزښت یې له دوه سوه پنځوس میلیون دالرو ډېر اټکل شوی وویل؛ د دغې پروژې د لومړئي فاز په بشپړیدو به ۵۰ میګاواته برښنا تولید شي.
د بیات برښنا شرکت رییس احسان الله بیات د دغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې دغه پروژه د برښنا د تولید په برخه کې یو ستر ګام ونوماوه.
دغه راز تېره اوونۍ په ارګ کې له الکوزي شرکت سره د سروبي د دوه یم بند جوړولو هوکړه د درې میلیون دالرو په ارزښت لاسلیک شوې ده.