تازه خبرونه

بیات بنیاد او کورډایډ موسسې ۲۰ کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته مسلکي زدکړې ورکړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۳۹۹)

بیات بنیاد او کورډایډ موسسې ۲۰ کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته د سوداګرۍ د پراختیا په خاطر تخنیکي او مسلکي زدکړې ورکړې.

شاوخوا یو کال کیږي، چې د نږدې ۲۰ کوچنیو او منځنیو شرکتونو کارکوونکیو ته تخنیکي او مسلکي زدکړې ورکول کیږي. دا زدکړې، چې د کورډایډ موسسې لخوا د بیات بنیاد په همکاري مخته ځي؛ په کې ګډون کوونکیو ته د خپلو کارونو د پراختیا مهارت زده شوی.

د دې پروګرام تنظیمونکي وایي، چې د دې شرکتونو کارکوونکي کولی شي د پراختیایي پروګرامونو له عملي کولو سره خپل کار ته پراختیا ورکړي.

په افغانستان کې د کورډایډ موسسې استازي جپ څرګنده کړې؛  دا پروګرام له تاسې سره مرسته کوي، چې سوداګري مو پرمختګ وکړي او  دا داسې یو پروګرام دی، چې ستاسو سوداګري ته پرمختګ ورکوي.

 د بیات بنیاد سلاکار احسان الله آرینزي ویلي، دا ښوونیز پروګرامونه به کوچینو او متوسطو متشبثینو ته د مرستو په خاطر دوام ولري.

د دې پروګرام ګډونوال وایي؛ ښې مسلکي زدکړې یې تر لاسه کړي او اوس کولی شي، چې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي.

مخکې له دې بیات بنیاد په روغتیایي، ټولنیزو او نورو برخو کې هم مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version