تازه خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې پر لسګونه نورو کورنیو خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۴۰۲)

بیات بنیاد د روژې په مبارکه میاشت کې یو ځل بیا د کابل لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بيات بنياد مسوولين وايي، چې په دغو مرستو كې اوړه، وريجې او غوړي شته دي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان ټینګار څرګند کړې، چې دغه مرستې به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه روانې وي او دا لړۍ د نورو ولایتونو لپاره هم روانه ساتل شوې ده.

نوموړي څرګنده کړې: د روژې د مبارکې میاشتې له کبله د بیات بنیاد مرستې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې روانې دي.

محمد اسماعیل خان وايي: په کابل کې یو شمېر مستحقو کسانو ته، چې د بیات بنیاد د کاري ډلې لخوا یې نوملړ چمتو شوی؛ مونږ به خوراکي توکي، چې اوړه، وریجې او غوړي په کې شامل دي ووېشل شي.

په همدې حال کې هغه اړمن کسان، چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي؛ خوښ دي او غواړي، چې دا لړۍ د دوی لپاره روانه وساتل شي.

دغو اړو کسانو له نورو مرستندويه بنسټونو هم غوښتي، چې په دې سختو شرايطو کې د بيات بنياد په څېر له دوى سره مرسته وکړي.

یوه مرسته اخیستونکي ویلي: د بیات بنسټ له دې مرستې مننه او مونږ له نورو بنسټونو هم غوښتنه کوو، چې اړمنو سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده، چې بیات بنیاد د رامنځته کېدو راپدیخوا د اړمنو کسانو د نیولو ترڅنګ د یو شمېر دولتي بنسټونو په ځانګړي توګه د روغتیا په برخه کې د بیارغونې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

Trending

Exit mobile version