تازه خبرونه

بیات بنیاد په کونړ کې د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۰)

بیات بنیاد په کونړ ولایت کې له سلګونه بېوزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته تر سره کړې ده.

د هېواد په روان اقتصادي وضیعت کې بیات بنیاد له بېوسه وګړیو سره د ژمنیو مرستو لړۍ دا ځل د ختيځ ولایت کونړ سلګونه بېوزله وګړیو ته رسولې ده.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان ويلي، په دې مرسته کې غوړي، اوړه، او وریجي لرو، چې اړمنو کورنیو، مستحقینو او معیوبینو ته یې د وېشلو موخه د دوی لاسنیوی دی او غواړو د دې بنسټ مرستې نورو ولایتونو ته هم ورسوو.

د اسلامي امارت د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني له بیات بنیاد څخه د مننې ترڅنګ ير نورو مرستندویو ټولنو هم غږ کړی، چې په اوسنیو ستونزمنو اقتصادي حالاتو کې دې د خلکو لاسنیوی وکړي.

د یادې مرستي ترلاسه کوونکي د مرستو له ترلاسه کولو خوښ دي او له نورو بنسټونو غواړي، چې ورته مرستې روانې وساتي.

بیات بنیاد، چې له تېرو شل کلونو راپدیخوا په افغانستان کې هڅې لري؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې يې له بېوزله، بېوسه او ناچارو وګړیو سره نه یوازې د خواړو، جامو، سپورتي، درسي او روغتیایي توکو د مرستو د ترسره کولو لړۍ روانه ساتلې، بلکې ترڅنګ یې يو شمېر رغنیزې او بنسټيزې پروژې هم پلې کړې دي.

Trending

Exit mobile version