سوداگري
بیات پاور شرکت د آشین پاور ۲۰۲۳ کال ویاړلې جایزه وګټله
بیات پاور شرکت له طبیعي ګازه د برښنا د تولید د پروژې د اسانتیا په برخه کې پخپلو پیاوړیو ګامونو د آسیا بام څوکه ودرېد او د آشین پاور ۲۰۲۳ «Asian Power 2023» ویاړلې جایزه یې د افغانستان لپاره وګټله، چې د ټولو آسیایي هېوادونو د انرژۍ پروژې ورته نوماندې شوې وې.
د مالیزیا کولا لامپور ښار د دې سترې جایزې د ورکولو کوربهتوب وکړ.
د بیات پاور شرکت رییس علي قاسمي اوسنی وضعیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره یو ښه فرصت ګڼي او څرګندوي؛ افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې د نن په څير سوله او امنیت نهدی تجربه کړی.
هغه وایي؛ بیات ګروپ په افغانستان کې تر ټولو لویه خصوصي پانګونه کړې او دا مهال په افغانستان کې د ګازو د تولید د یوازني کارځای په توګه فعالیت کوي، چې تر دې دمه یې نږدې یو میلیارد کیلو واته برښنا ورکړې. نن مونږ د انرژۍ ۴۵ توربینونه چلوو، چې بې ساري دي. افغانستان پانګونې ته چمتو دی او په لسیزو کې یې د اوس په څېر سوله او امنیت نهدی تجربه کړی. افغانستان هغه هېواد دی، چې شاوخوا ۳ میلیارد وګړیو احاطه کړی او شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس لري، چې اوسط عمر یې ۱۹ کاله دی. دلته ډېر امکانات شته دا خورا ښه وخت دی، چې مونږ سره یوځای شوو او پانګونه وکړو. په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه کې؛ ځکه، چې افغانستان ډېرې سرچینې لري.
د تخلیقي سوداګریز لید جوړښت، له زړورتیا ډکه پانګونه، نوښتیزه تکنالوژي او له طبیعي ګاز څخه د برښنا تولید پروژې پلان او بریالی پلي کول یې د آسیا د دې لویې جایزې د ګټلو لپاره معیارونه ول، چې بیات پاور شرکت ترې برخمن شو.
د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي نقیب الله احمدي ویلي، چې افغانستان ورځ تر بلې پرمختګ کوي او دا د ویاړ ځای دی، چې د سترو نړیوالو شرکتونو په څېر افغان شرکتونو هم جایزې تر لاسه کړې.
نوموړي زیاته کړې: د هېواد د سوكالۍ لپاره د څلیریشت ګړیو هلو ځلو ته اړتيا ده؛ ځكه، چې کارونه د وخت پرپرتله ډېر دي.
د نقیب الله احمدي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان اوس د پرمختګ او بیارغونې لپاره ښه فرصت وړاندې کړی او افغانان باید لاسونه سره یو کړي او د خپل هېواد د بیارغونې، پرمختګ او هوساینې لپاره هر اړخیز کار وکړي.
نوموړي په بهر کې پر افغان سوداګرو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي او پانګونه وکړي.
هغه له نړیوالو شرکتونو هم وغښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه پورته کړي.
احمدي د بیات پاور او ترکي سولري شرکت ۷۷ له مشرتابه څخه په افغانستان کې د پانګونې او له معیارونو سره سم د کار کولو له کبله مننه وکړه او د دوی د نورو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړه.
برښنا شرکت او بیات پاور د هوکړې له مخې دغه شرکت په جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ زره کورنیو ته د بیات پاور د طبیعي ګازو د برښنا د وېش او تنظیم چارې اسانوي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي؛ د بیات پاور شرکت لخوا د دې سترې جایزې ګټل خورا مهم دي او خصوصي سکتور هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برښنا شرکت د پانګونې د همغږۍ رییس فریدالله شرفمل څرګنده کړې؛ بیات پاور خپله پروژه بریالۍ پلې او مدیریت کړې او همدا لامل دی، چې دغه جایزه یې وګټله. له همدې کبله دا جایزه نه یوازې د بیات پاور، برښنا شرکت او ۷۷ شرکت لپاره مهمه ده، بلکې خصوصي سکتور هم هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې له ګازو څخه د برښنا د تولید لوی او ځانګړی کارځای د زیمنس SGT A-45 توربین پر کارولو په افغانستان کې د برښنا اړتیاوو پوره کولو لپاره د بیات پاور د نړیوالې ونډې یوه بېلګه ده.
بیات پاور له افغانستان سره د انرژۍ د امنیت د ترلاسه کولو او د انرژۍ پر ځانبسیاینې ته د لار اوارولو لپاره رامنځته شوی دی.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه12 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
نړۍ18 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه16 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ


