سوداگري

بیات پاور شرکت د آشین پاور ۲۰۲۳ کال ویاړلې جایزه وګټله

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۰, ۱۴۰۲

بیات پاور شرکت له طبیعي ګازه د برښنا د تولید د پروژې د اسانتیا په برخه کې پخپلو پیاوړیو ګامونو د آسیا بام څوکه ودرېد او د آشین پاور ۲۰۲۳ «Asian Power 2023» ویاړلې جایزه یې د افغانستان لپاره وګټله، چې د ټولو آسیایي هېوادونو د انرژۍ پروژې ورته نوماندې شوې وې.

د مالیزیا کولا لامپور ښار د دې سترې جایزې د ورکولو کوربه‌توب وکړ.

د بیات پاور شرکت رییس علي قاسمي اوسنی وضعیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره یو ښه فرصت ګڼي او څرګندوي؛ افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې د نن په څير سوله او امنیت نه‌دی تجربه کړی.

هغه وایي؛ بیات ګروپ په افغانستان کې تر ټولو لویه خصوصي پانګونه کړې او دا مهال په افغانستان کې د ګازو د تولید د یوازني کار‌ځای په توګه فعالیت کوي، چې تر دې دمه یې نږدې یو میلیارد کیلو واته برښنا ورکړې. نن مونږ د انرژۍ ۴۵ توربینونه چلوو، چې بې ساري دي. افغانستان پانګونې ته چمتو دی او په لسیزو کې یې د اوس په څېر سوله او امنیت نه‌دی تجربه کړی. افغانستان هغه هېواد دی، چې شاوخوا ۳ میلیارد وګړیو احاطه کړی او شاوخوا ۴۰ میلیون نفوس لري، چې اوسط عمر یې ۱۹ کاله دی. دلته ډېر امکانات شته دا خورا ښه وخت دی، چې مونږ سره یوځای شوو او پانګونه وکړو. په ځانګړي توګه د انرژۍ په برخه کې؛ ځکه، چې افغانستان ډېرې سرچینې لري.

د تخلیقي سوداګریز لید جوړښت، له زړورتیا ډکه پانګونه، نوښتیزه تکنالوژي او له طبیعي ګاز څخه د برښنا تولید پروژې پلان او بریالی پلي کول یې د آسیا د دې لویې جایزې د ګټلو لپاره معیارونه ول، چې بیات پاور شرکت ترې برخمن شو.

د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي نقیب الله احمدي ویلي، چې افغانستان ورځ تر بلې پرمختګ کوي او دا د ویاړ ځای دی، چې د سترو نړیوالو شرکتونو په څېر افغان شرکتونو هم جایزې تر لاسه کړې.

نوموړي زیاته کړې: د هېواد د سوكالۍ لپاره د څلیریشت ګړیو هلو ځلو ته اړتيا ده؛ ځكه، چې کارونه د وخت پرپرتله ډېر دي.

د نقیب الله احمدي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان اوس د پرمختګ او بیارغونې لپاره ښه فرصت وړاندې کړی او افغانان باید لاسونه سره یو کړي او د خپل هېواد د بیارغونې، پرمختګ او هوساینې لپاره هر اړخیز کار وکړي.

نوموړي په بهر کې پر افغان سوداګرو غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي او پانګونه وکړي.

هغه له نړیوالو شرکتونو هم وغښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه پورته کړي.

احمدي د بیات پاور او ترکي سولري شرکت ۷۷ له مشرتابه څخه په افغانستان کې د پانګونې او له معیارونو سره سم د کار کولو له کبله مننه وکړه او د دوی د نورو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړه.

برښنا شرکت او بیات پاور د هوکړې له مخې دغه شرکت په جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ زره کورنیو ته د بیات پاور د طبیعي ګازو د برښنا د وېش او تنظیم چارې اسانوي.

د افغانستان برښنا شرکت ويلي؛ د بیات پاور شرکت لخوا د دې سترې جایزې ګټل خورا مهم دي او خصوصي سکتور هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت د پانګونې د همغږۍ رییس فریدالله شرفمل څرګنده کړې؛ بیات پاور خپله پروژه بریالۍ پلې او مدیریت کړې او همدا لامل دی، چې دغه جایزه یې وګټله. له همدې کبله دا جایزه نه یوازې د بیات پاور، برښنا شرکت او ۷۷ شرکت لپاره مهمه ده، بلکې خصوصي سکتور هم هڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې له ګازو څخه د برښنا د تولید لوی او ځانګړی کار‌ځای د زیمنس SGT A-45  توربین پر کارولو په افغانستان کې د برښنا اړتیاوو پوره کولو لپاره د بیات پاور د نړیوالې ونډې یوه بېلګه ده.

بیات پاور له افغانستان سره د انرژۍ د امنیت د ترلاسه کولو او د انرژۍ پر ځان‌بسیاینې ته د لار اوارولو لپاره رامنځته شوی دی.

 

Trending

Exit mobile version