تازه خبرونه

بې پامي به د کرونا ویروس د دېریدو سبب شي ـ روغتیا وزارت

Published

on

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس بحران پای ته ندی رسیدلی او هر راز بې پامي به د دې ویروس د ډېریدو سبب شي.

په هغه شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، چې د عامې روغتیا وزارت یې پر کرونا د اخته کسانو په اړه خپروي؛ خو مسوولین خبرداری ورکوي، چې افغانستان د کرونا له بحران څه پوره ندی وتلی او د خلکو بې پروايي به پر دغه رنځ د اخته کیدو نوې څپه رامنځته کړي.

د دغه وزارت مسوولین وايي، چې د خلکو بې پروايي کولی شي یو ځل بیا د کرونا ویروس څپه ګړندۍ کړي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی جواد عثماني څرګندوي، چې په ښارونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي؛  خو په لیرې پرتو سیمو کې اوس هم دغه پېښې خورا ډېرې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه له جرمني څخه د مصنوعی تنفس پېنځه سوه دستګاوې پېرلي؛ کابل ته رارسیدلي او ولایتونو ته یې د استولو چمتووالی نیول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا؛ له دې مخکې په ټول افغانستان کې د مصنوعي تنفس درې سوه دستګاوې، وې؛ خو ویل کیږي، چې په زیاترو روغتونونو کې د دغو دستګاوو څخه د کار اخیستو پر طریقه داکتران نه پوهیږي، نو له همدې کبله له استفادي پرته په روغتونونو کې ساتل کیږي.

Trending

Exit mobile version