تازه خبرونه
تاتارستان ته سفر له لاسته راوړنو ډک و ـ ملا برادر
ملا عدالغني برادر د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې سفر په لړ کې یې د تاتارستان او موردویا له ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسلو په اړه ګټورې ناستې لرلې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تاتارستان ته له خپل څلور ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.
ملا عدالغني برادر د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د دې سفر په لړ کې یې د تاتارستان او موردویا له ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسلو په اړه ګټورې ناستې لرلې.
ملا برادر زیاته کړې، چې د دې سفر په لړ کې یې د روسیې د لومړي وزیر له دواړو مرستیالانو سره د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، په افغانستان کې د روسي پانګوالو لخوا د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي همکارۍ په اړه هراړخیز بحثونه وکړل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تاتارستان ته د هغه په سفر کې د افغانستان- روسیې د سوداګرۍ فورم پر پرانستلو سربېره، د ټرانسپورټ او ټرانزیټ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په برخو کې پېنځه اړین هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یادونې ده، چې د دې څلور ورځني سفر پر مهال ملا برادر په کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړ، چې په کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ زره شرکتونو ګډون کړی و.