تازه خبرونه
تحول: د روسیې او اوکراین د کړکېچ په اړه اندېښنې
تازه خبرونه
افغانستان د اسلامآباد د ایکو غونډې له حذفېدا وروسته د تهران سرمشریزې ته ځي
ټاکل شوې، چې د ایکو اتهلسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د اقتصادي همکاریو ټولنې( ایکو) په اتهلسمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري.
ټاکل شوې، چې د ایکو اتهلسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي، چې د نومبر پر پنځلسمه او شپاړلسمه په اسلامآباد کې د پاکستان پر کوربهتوب د اقتصادي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په دېرشمه غونډه کې له ګډون څخه پاتې شو. په داسې حال کې، چې افغانستان د دې سیمهییزې ټولنې غړی هېواد دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې کابل ته بلنه ورکړ شوې نهوه؛ ځکه اسلامآباد د افغانستان اوسنۍ اداره پر رسمیت نهپیژني.
پاکستانيو چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان غړیتوب د اقتصادي همکاریو ټولنې د دارالانشا لخوا ځنډول شوی دی.
دا پرېکړه د افغان چارواکو له نیوکو سره مخ شوه.
اسلامي امارت استدلال کوي، چې سیاسي اختلافات باید د سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو او همکاریو په برخه کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي.
د تهران په سرمشریزه کې د افغانستان ګډون به کابل ته دا فرصت برابر کړي، چې له سیمه ییزو شریکانو سره د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، ټرانسپورټي نښلون او سیمهییزو همکاریو ته ورته مسایلو په اړه بیا اړیکې ټینګې او خبرې اترې وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان او ټانزانیا د کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې او دواړو لوریو د پانګونې پر فرصتونو، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ټانزانیا د متحد جمهوریت د کانونو له وزیر انټوني ماوینډ سره په لیدنه کې د کانیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا لیدنه د ټانزانیا د پانګونې د اووم کنفرانس په څنډه کې شوې او دواړو لوریو د پانګونې پر فرصتونو، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د کانونو په برخه کې د تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، نورالدین عزیزي د افغانستان پراخ کانیز ظرفیت ته پر نغوته په هېواد کې دننه د کانیزو توکو پر پروسس ټینګار کړی او څرګندوي، چې دا تګلاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د لوړ ارزښت لرونکو کانیزو محصولاتو د صادراتو زمینه برابروي.
د نادرو او ارزښتناکو منرالونو د صادراتو پر مدیریت هم په دې لیدنه کې خبرې شوې دي.
همدارنګه، دواړو لوریو ټانزانیا ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او غالیو پر صادراتو او په کابل او ټانزانیا کې د سوداګریزو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړي او د دغو موضوعاتو د تعقیبولو هوکړه یې کړې ده.
تازه خبرونه
سویډن د افغانستان د پخواني سفیر د پناه غوښتنه رد کړه؛ امریکا ته یې د لېږلو هڅه کوي
۷۷ کلن نویان د ۲۰۱۹ز.کال له نومبر څخه په سویډن کې د افغانستان د سفارت دنده لرله او د ۲۰۲۴ز.کال په وروستیو کې له هغې وروسته، چې اسلامي امارت د جولای پر یودېرشمه په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماټیکو استازولیو لهخوا صادر شوي رسمي اسنادو د نهپېژنې اعلان وکړ؛ نوموړي خپله ډیپلوماټیکه دنده له لاسه ورکړه.
د فرانسې« لومونډ» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې سویډن په دې هېواد کې د افغانستان د پخواني سفیر عباس نویان د پناه غوښتنه رد کړې او غواړي هغه امریکا ته ولېږدوي.
۷۷ کلن نویان د ۲۰۱۹ز.کال له نومبر څخه په سویډن کې د افغانستان د سفارت دنده لرله او د ۲۰۲۴ز.کال په وروستیو کې له هغې وروسته، چې اسلامي امارت د جولای پر یودېرشمه په اروپا کې د افغانستان د ۱۴ ډیپلوماټیکو استازولیو لهخوا صادر شوي رسمي اسنادو د نهپېژنې اعلان وکړ؛ نوموړي خپله ډیپلوماټیکه دنده له لاسه ورکړه.
د« لومونډ» د راپور له مخې، نویان اوس له معتبر اقامتي اسنادو پرته له خپلې مېرمنې سره د سویډن په جنوبي ښار هلسینګبورګ کې ژوند کوي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دی.
نویان په سویډن کې د افغانستان د سفیر له ټاکل کېدا مخکې له ۲۰۰۵ز.کال څخه تر ۲۰۱۰ ز.کال پورې په کابل کې د افغانستان د پارلمان د غړي دنده ترسره کړې وه.
نوموړی له پارلماني دندې مخکې په امریکا کې هم اوسېدلی دی.
#آریانانیوز #افغانستان #سویډن #عباسنویان #پناهغوښتنه #امریکا
-
تازه خبرونه3 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
نړۍ3 days agoتر ۲۰۳۵ز.کال پورې به د مسلمانانو شمېر له عیسویانو ډېر شي – «پیو» مرکز
-
تازه خبرونه4 days agoبېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
-
تازه خبرونه3 days agoافغانان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي؛ له پیله تر دې دمه د استازولۍ پر څوکۍ روان اختلاف
