تازه خبرونه

ترکیې او ایران د افغانستان له چارواکو سره پر عملي او رغنده تعامل ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۲)

د ترکیې او ایران ولسمشرانو د پنجشنبې پر ورځ ( د سلواغې پېنځمه د خبرو پر مهال له اوسنیو افغان چارواکو سره پر عملي، رغنده تعامل او په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

ترکیې ته د ایران د ولسمشر د سفر په پای کې دواړو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو د خپل‌منځی تجارت د زیاتولو لپاره د هڅو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ د غزې د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو جنایتونه وغندل او د اسرائیلو د رژیم د بریدونو د سمدستي درولو او د غزې تړانګې او د فلسطین خلکو ته یې د اړینو توکو او خدماتو رسولو او له شرط پرته د محاصرې د لرې کولو غوښتنه وکړه.

دغه راز د قفقاز د سيمې هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي پر اړتيا د ټينګار تر څنګ دواړو هېوادونو د ۳+ ۳ سيمه‌ييز پلاتفورم؛ د غړیو هېوادونو ترمنځ د مشورې او رغنده همکارۍ لپاره د يوه مناسب فورم په توګه، وارزاوه.

دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره عملي او رغنده خبرې اترې مهمې وارزولې او په افغانستان کې یې د دې هېواد د ټولو خلکو په استازیتوب د یوه ټولګډونه، مسوول او حساب ورکوونکي حکومت او امنیت پر رامنځته کېدو پرته له کوم توکمیز او مذهبي تبعیضه ټینګار وکړ.

همدارنګه له ټولو ترهګرو ډلو سره د هراړخيزې مبارزې پر اړتيا، د نشه يي توکو د توليد او قاچاق، انساني قاچاق او ناقانونه څارنې او خپل هېواد ته د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د داوطلبانه او باعزته ستنېدو د امکاناتو پر برابرولو او نورو د ټینګار وړ موضوعاتو دواړو لورو ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو د بشري حقونو پر تامینولو او دا، چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد د امنیت پر ضد ونه‌کارول شي؛ ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version