تازه خبرونه

ترکیې او عمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسلام‌آباد او کابل له پرېکړې ستاینه کړې او څرګندوي، چې په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره پر یو میکانیزم رامنځته کوي او زیاتوي: “ترکیه به د تلپاتې سولې او سیمه‌ییز ثبات د ترلاسه کولو لپاره د هڅو ملاتړ روان وساتي.” همدارنګه یې د خبرو اترو په کوربتوب او آسانتیا کې د قطر له رول ستاینه وکړه.

Published

on

ترکیې او عمان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هغې هوکړې هرکلی وکړ، چې د قطر په دوحه کې د ترکیې او قطر پر منځګړیتوب لاسلیک شوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اسلام‌آباد او کابل له پرېکړې ستاینه کړې او څرګندوي، چې په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره پر یو میکانیزم رامنځته کوي او زیاتوي: “ترکیه به د تلپاتې سولې او سیمه‌ییز ثبات د ترلاسه کولو لپاره د هڅو ملاتړ روان وساتي.” همدارنګه یې د خبرو اترو په کوربتوب او آسانتیا کې د قطر له رول ستاینه وکړه.

د یکشنبې پر ورځ افغانستان او پاکستان دواړو د سمدستي اوربند په اړه خپله هوکړه تائید کړه. دا هوکړه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د تاوتریخوالي او هوایي بریدونو د زیاتېدا وروسته رامنځته شوه، چې د راپورونو له مخې ګڼ‌شمېر ملکي وګړي یې ووژل.

عمان هم هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د قطر او ترکیې له رول ستاینه وکړه او هیله څرګندوي، چې اوربند به دوامداره وي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ به دایمي او پراخهېسولې ته لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version