تازه خبرونه
ترکیې او قطر د کابل هوايي ډګر د ادارې هوکړه کړې
اناتولي خبري سرچینې د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ترکیې او قطر په افغانستان کې د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګډې ادارې هوکړه کړې ده.
یادو سرچینو اناتولي خبري آژانس ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو د اړوند کمېټو ترمنځ له یو لړ خبرو اترو وروسته د ترکيې او قطري شرکتونو ترمنځ د کابل هوايي ډګر د سمبالښت د همکارۍ هوکړه لیک ليک لاسليک شوی.
ویل کیږي، چې دغه هوکړه لیک د ډسمبر پر اوومه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش د سفر پر مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو هېوادونو د سټراټیژیکې کمېټې په اوومه غونډه کې لاسلیک شوی دی.
د ترکيې او قطري چارواکو دا ګډه کمېټه پرون کابل ته راغلې او غواړي، چې د یادې هوکړې او غوښتنو په اړه د اسلامي امارت له لنډمهالي حکومت سره خبرې وکړي.
له دې مخکې چاووش ویلي وه؛ د دې امکان شته، چې هېواد یې له قطر سره د ګډې همکارۍ له مخې د افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو مدیریت پر غاړه واخلي.
ټاکل شوې، چې د ترکيې او قطري پلاوي لخوا د اسلامي امارت لنډمهالي حکومت ته ګډ وړانديزونه وړاندې شي.
د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې د اګست له ۱۵ وروسته هغه مهال وځنډېدې، چې اسلامي امارت یو ځل بیا د کابل واک ترلاسه کړ او د اګست پر ۳۰\ ۳۱ شپه بهرني ځواکونه د امریکا تر مشرۍ لاندې بې مسوولیته ووتل، چې له وتلو مخکې یې په هوايي ډګر کې د ډګر تجهیزات او د رادار سیسټم له کاره وغورزول.
تازه خبرونه
کابل د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدا غواړي – ذبیحالله مجاهد
مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي؛ د سیمې، له سیمې بهر او اغېزناکو هېوادونو نظر د اسلامي امارت په اړه د مثبت بدلون په حال کې دی.
مجاهد په کابل کې د« حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې پېنځمې غونډې» ته ویلي؛ اسلامي امارت په ۱۴۴۷لمریز لېږدیز کال کې له بېلابېلو هېوادونو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او قونسلي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري او دغه اړیکې باید له ډېر وخت وړاندې ټینګې شوې وی.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د کابل بهرنی سیاست یوازې له امریکا سره تر اړیکو محدود نهدی او اسلامي امارت له ټولو هغو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، چې تر اوسه له افغانستان سره رسمي اړیکې نهلري.
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ویلي، چې په تېر سپوږمیز کال کې د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ۴۶ زره ډېر عملیات کړي او له ۲ زره ټنو ډېر نشهيي توکي یې کشف او نیولي دي.
هغه زیاته کړې؛ دغه راز په همدې کال کې د نشهيي توکو له ۲۱ زره هکټاره ډېره کرکېله او د دغو توکو د تولید ۵۳۳ کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
تازه خبرونه
له سیمهییزو او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراخېدا په حال کې دي – امیرخان متقي
امیرخان متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي، چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې خپلې زدهکړې کوي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې له سیمهییزو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کړی او له اروپايي هېوادونو سره یې اړیکې هم د پراخېدا په حال کې دي.
امیرخان متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي، چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې خپلې زدهکړې کوي.
ویل کیږي، چې اوسمهال له درې میلیون ډېرې نجونې په ښوونځیو کې پر زدهکړو اخته دي.
تازه خبرونه
آلمان د جرمي مخینې لرونکي ۲۲ افغان پناهغوښتونکي کابل ته ولېږدول
د آلمان دویچهوله رسنۍ راپور ورکړی؛ د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه کسان په یوه ځانګړې الوتنه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
آلمان ۲۲ افغان پناهغوښتونکي، چې جرمي مخینه یې لره؛ په یوه چارټر الوتنه کې کابل ته بېرته لېږدولي دي.
د آلمان دویچهوله رسنۍ راپور ورکړی؛ د دې هېواد کورنیو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې دغه کسان په یوه ځانګړې الوتنه کې د افغانستان پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو په دې هېواد کې د وژنې، قصدي وژنې د هڅو، غلا، پر تاوتریخوالي د باج اخیستنې، د سختو بدني زیانونو او اورلګونې په ګډون جرمونه کړي دي.
دا په وروستیو اوونیو کې د افغان وګړو د بېرته لېږدولو درېیم پړاو بلل شوی دی.
له دې مخکې د اګست پر پېنځهویشتمه شاوخوا ۳۰ افغان وګړي له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته بېرته ولېږدول شول، چې ویل شوي؛ د هغوی یو شمېر جرمي مخینه نهلرله.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې د اسلامي امارت درې کسیز پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له ډیپلوماټیکې استازولۍ څخه د ۳۰ ورځنۍ ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته سفر کړی دی.
آلمان ټینګار کوي، چې له اسلامي امارت سره یې اړیکې د تخنیکي کچې دي او دا د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د دویچهوله د راپور له مخې؛ آلمان تر دې دمه شاوخوا ۲۵۰ افغان وګړي افغانستان ته بېرته لېږدولي، چې ډېری یې جرمي مخینه لري.
دا بهیر په داسې وخت کې روان ساتل شوی، چې یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د رد شویو پناهغوښتونکو او د جرمونو پر تور د محکوم شویو بهرنیو وګړیو د بېرته ستنولو هڅې زیاتې کړې دي.
-
لوبی3 days agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
