تازه خبرونه

ترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ

د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.

Published

on

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي، چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی غړی یې نیولی او دې هېواد ته یې لېږدولی دی.

د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.

کازانجي په ترکیه کې د داعش د پخواني رسنیز مسوول له نیول کېدا وروسته د دغې څانګې مسوولیت پر غاړه اخیستی و. نوموړي د ترکیې له لارې د افغانستان او پاکستان سیمې ته سفر کړی، د داعش خراسان له ډلې سره یوځای شوی او د دې ډلې په روزنیزو مرکزونو کې یې فعالیت کړی دی.

ویل کېږي، چې کازانجي له ترکیې څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش د غړو په لېږدولو کې هم ونډه لرله.

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې دا ادعا هم کړې، چې نوموړي په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو له هوايي بریدونو روغ وتلی و او غوښتل یې په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوځي، خو پولې ته نږدې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.

کازانجي د پلټنو پر مهال د داعش خراسان غړیتوب او د دې ډلې په رسنیزو او تبلیغاتي فعالیتونو کې خپله ونډه منلې ده.

د ترکي چارواکو د څرګندونو له مخې، دې عملیاتو د ترکیې پر ضد د داعش احتمالي طرحې شنډې کړې او دغې ډلې ته یې د جنګیالیو د لېږد شبکې هم افشا کړې دي.

Trending

Exit mobile version