سیمه ییز خبرونه
ترکیې د سوریې پر اډه د برید په اړه د اسرائیلو«بې بنسټه» ادعاوې رد کړې
اسرائیلو د سېشنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي لهخوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.
ترکیې د چارشنبې پر ورځ هغه څه رد کړل، چې اسرائیلو په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور په اړه «بې بنسټه ادعاوې» بللې دي. دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې اسرائیلو د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې پر یوې هوايي اډې برید وکړ او بیا یې ادعا وکړه، چې سوریه چمتو ده، چې ترکي ځواکونو ته په دغه هېواد کې د ځای پر ځای کېدا اجازه ورکړي.
اسرائیلو د سېشنبې پر ورځ د حلب ښار ته څېرمه د ابو الظهور پر هوايي اډې هوايي بریدونه وکړل. دغه برید د ترکیې له غبرګون سره مخ شو او د امریکا د یوه استازي لهخوا هم پرې نیوکه وشوه؛ نوموړي برید «نااړین تاوتریخوالی» وباله.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر سېشنبې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي؛ سوریه په دې درشل کې ده، چې له اسرائیلو سره د امنیتي چارو په اړه منل شوی«اوسنی وضعیت» د ترکي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره مات کړي.
د اعلامیې له مخې، په هوايي اډه کې د ترکي ځواکونو ځای پر ځای کېدل به د اسرائیلو امنیت ته ګواښ وي او اسرائیل به یې ونهزغمي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په غبرګون کې ویلي، د نتنیاهو د دفتر څرګندونې د اسرائیلو د ټاکنو په درشل کې د نوموړي د « پراختیا غوښتونکو او بېثباته کوونکو سیاستونو» د تعقیب له هوډ څخه سرچینه اخلي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې، په سیمه کې تلپاتې سوله یوازې هغه مهال رامنځته کېدی شي، چې اسرائیل نړیوال قانون ته درناوی وکړي او له خپلو« یرغلیزو او زورواکو سیاستونو» لاس واخلي.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د ایکس پاڼې په خبرپانه کې ویلي:« د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر لهخوا وړاندې شوي بېبنسټه ادعاوې د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د اسرائیلو د ناقانونه هوايي بریدونو د مشروع ښودلو لپاره دي.»
په اعلامیه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي ځای پر ځای کېدا مستقیمه یادونه نهده شوې.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي:« ترکیه به په سوریه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګښت لپاره د سوریې له حکومت سره پر مشروع بنسټ خپلې همکارۍ روانې ساتي او هیڅکله به د سوریې بېثباته کېدا ته اجازه ورنهکړي.»
دا بریدونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د سوریې په اړه د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې هم سختې شوي دي. د دواړو هېوادونو ځواکونه په سوریه کې فعال دي.
ترکیه، چې د ناټو دوهیم لوی پوځ لري او د سوریې د ولسمشر احمد الشرع له مهمو متحدانو څخه بلل کېږي؛ اسرائیل د سوریې د بېثباته کولو او د دغه هېواد د نوي حکومت د کمزوري کولو پر هڅه تورنوي. انقرې پر ځلونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر اسرائیلو فشار راوړي او د سوریې ځمکني بشپړتیا ته د درناوي لپاره یې اړ کړي.
ترکیې د سوریې د پوځ په روزنه کې مرسته کړې، د دولتي بنسټونو او بېخبناوو په بیا رغونه کې یې ملاتړ کړی او پوځي او ډیپلوماټیکې مرستې یې هم ورسره کړې دي.
تېر کال ترکیې او اسرائیلو، چې د غزې د جګړې پر سر هم سخت اختلافات لري؛ د سوریې په دننه کې د احتمالي پېښو د مخنیوي لپاره د اړیکو یوه کرښه جوړه کړه.
د سوریې او عراق لپاره د امریکا ځانګړي ولسمشریز استازي ټام بارک د سېشنبې له بریدونو وروسته رویټرز ته وویل؛ واشنګټن هڅه کوي، چې د اسرائیلو، ترکیې او سوریې ترمنځ د پوځي شخړو د مخنیوي یو میکانیزم رامنځته کړي. هغه زیاته کړې، چې امریکا د دغو لوریو ترمنځ د معلوماتو شریکولو او خبرو اترو یو میکانیزم آسانه کوي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل
د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.
د امریکا حکومت د سېشنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.
د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.
دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.
په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.
همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.
د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.
سیمه ییز خبرونه
د جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.
امریکايي او ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د اووه میاشتني جنګ د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو په لړ کې له منځګړو سره بېل بېل غږېدلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند او په هرمزتنګي کې د بېړۍچلونې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه د خپلو شرطونو په تړاو د امریکا ځواب ته سترګې پر لار دی.
نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن د سولهییزې حللارې په لټه کې وي؛ ایران خپل وړاندیز وړاندې کړی دی.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تائید کړې، چې امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ له منځګړو سره خبرې کړې دي.
ټرمپ له دې مخکې ویلي وه؛ تمه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ روانې وي.
د ایران په وړاندیز کې د نښتو درول، د ځینو بندیزونو او د تېلو اړوند محدودیتونو لرې کول، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.
تهران ویلي، د دغې اړینې بحري لارې بیا پرانیستل به د شرطونو له پوره کېدا سره تړاو ولري؛ خو د دواړو لوریو دریځونه اوس هم سره توپیر لري او د نویو ډیپلوماټیکو هڅو پایله تر اوسه روښانه نهده.
سیمه ییز خبرونه
په هند او نیپال کې د سېلابونو او ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شول
هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلابځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.
د هند او نیپال په ځینو سیمو کې سختو بارانونو او توپانونو سېلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.
هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلابځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.
په نیپال کې هم چارواکو د ۱۴ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو له ورکېدا خبر ورکړی دی.
د دغه هېواد چارواکو له ۷۷ ولسوالیو څخه په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
د ګنګ، ګنډک، کوسي او باګمټي په ګډون د څو لویو سیندونو د اوبو کچې لوړېدا هم د سېلابونو د پراخېدا اندېښنې زیاتې کړې دي.
د نیپال په ځینو سیمو کې د برښنا لېږدولو مزو او نوري فایبر ته د زیان رسېدا له کبله برښنا او مخابراتي اړیکې هم ګډې وډې شوې دي. همدارنګه، په یوه بله پېښه کې د مانانګ ولسوالۍ د هیملونګ همال د اصلي کمپ تر څېرمه د واورې ښویېدنې له رامنځته کېدا وروسته ۱۰ ځايي کارګر ورک شوي دي.
د هند او نیپال چارواکي د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د اوښتو زیانونو د ارزونې او د مرستو رسولو عملیات روان ساتلي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
تازه خبرونه5 days agoنیکولا بلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالی شو
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days agoافغانستان د اقلیمي کړکېچ په لومړۍ کرښه کې؛ کابل د اوبو له کمښت سره مخ دی
