Connect with us

تازه خبرونه

ترکیې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

خپور شوی

د

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې پر افغانستان د یاد پوځي رژیم د یرغل اوونۍ پوره کېدونکې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې‌شنبې پر ورځ (د کب دیارلسمه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني اړیکه کې د دواړو لوریو تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

د ترکیې د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ اردوغان په دې اړیکه کې ټینګار کړی، چې د ډیپلوماسۍ لارې ته راستنېدا کولی شي د تاوتریخوالي د زیاتېدا مخه ونیسي او د کړکیچ د حل لپاره لار اواره کړي. هغه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړی دی.

د دغو خبرو پر مهال اردوغان په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یې له اسلام‌آباد سره د انقرې پر پیوستون ټینګار وکړ.

د ترکیې د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بمبارډ له کبله افغان ملګي وګړو ته د اوښتې مرګ او ‌ژوبلې په اړه څه ویل شوي نه‌دي.

د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې روان تاوتریخوالو ته پر نغوته ویلي؛ ترکیه چمتو ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په بیارغونه کې رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له پاکستان سره د روانې تپل شوې جګړې دفاعي حالت خپل مشروع حق بولي او خبرداری ورکوي، چې «دفاعي» جګړه به تر هغې روانه وي، چې «یرغل » پای ته  رسېدلی نه‌وي.

تازه خبرونه

د پاکستان له طب څانګې د افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد

مجاهد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او افغان زدهکړیالانو ته د خپلو زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حکومت اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام اتمې خبري ناستې ته د پاکستان له لوري د طبي څانګو افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه «غیرانساني او د خواشینۍ وړ بللې ده.»

مجاهد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او افغان زدهکړیالانو ته د خپلو زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت بشپړ چمتووالی لري، چې افغان زده‌کړیالان له پاکستان څخه وتلو ته اړ نه‌کړي او په ښوونیزو بنسټونو کې یې جذب کړي.

له هغې وروسته، چې د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنځیو افغان زده‌کړیالانو ته د ستنېدا امر وکړی او تحصیلي بنسټونه یې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو منع کړل؛ پر وړاندې یې د افغانستان حکومت خپل غږ پورته کړ.

د دې شورا د سپټمبر د لومړۍ د لارښود له مخې: هغه افغان وګړي، چې له دې مخکې په پاکستان کې د طب یا غاښونو په ښوونیزو پروګرامونو کې شامل شوي؛ باید افغانستان ته ستانه شي. ښوونیز بنسټونه هم اړ دي، چې د زدهکړیالانو د وتلو اړوند ټول اداري پړاوونه، د نه‌ممانعت سند (NOC) په ګډون، بشپړ کړي.

دې شورا زیاته کړې، په روان ښووننیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان وګړو ته د طب او غاښونو په برخه کې د نوې شاملېدا، لېږد، انتقال، ښوونیز مهاجرت او نورو آسانتیاوو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا دا نه‌دي ویلي، چې اوس‌مهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په پوهنځیو کې څو افغان زده‌کړیالان زده‌کړې کوي او آیا هغه زده‌کړیالان، چې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو په درشل کې دي؛ له دې پرېکړې مستثنا دي که نه.

دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې سختې ترینګلې شوي او اسلام‌‌آباد د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان افغان طبي زده‌کړیالان د فراغت په درشل کې وشړل؛ دا ظلم او کرکه ده – ځدراڼ

.سفیر پیشین پاکستان در افغانستان نیز خواستار بازنگری در تصمیم درباره محصلین افغان شد.

Published

on

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پاکستان د طبي زده‌کړو او غاښونو طب د زده‌کړیالانو د ایستلو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې د زده‌کړې په وروستي کال کې د افغان زده‌کړیالانو ایستل یوه « له کرکې او ظلمه ډکه کمزورې» کړنه ده.

هغه ویلي:« امریکا او ایران په جګړه کې دي؛ خو ایراني زده‌کړیالان له امریکايي پوهنتونونو نه‌ایستل کېږي. پاکستان افغان طبي زده‌کړیالان د زده‌کړو په وروستي کال کې ایستلي دي. دا ځواک نه‌دی، بلکې سپکاوی، ظلم او کرکه ده.»

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې د پاکستان د طبي زده‌کړو او غاښونو طب شورا افغان زده‌کړیالانو ته، چې د دغه هېواد په بېلابېلو د طب او غاښونو طب په پوهنځیو کې زده‌کړې کوي؛ افغانستان ته د ستنېدا امر کړی او تعلیمي بنسټونه یې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو منع کړي دي.

دغې شورا د سپټمبر د لومړۍ نېټې د لارښوونې له مخې: هغه افغان اتباع، چې له دې مخکې د پاکستان په طب پوهنتون یا غاښونو طب پروګرامونو کې شامل شوي؛ اړ دي، چې افغانستان ته ستانه شي. تعلیمي بنسټونه هم مکلف شوي، چې ټول اداري پړاوونه، د نه‌ممانعت سند (NOC) ورکول او د زده‌کړیالانو د وتلو آسانتیاوې بشپړې کړي.

دغه راز شورا ویلي، چې په روان ښوونیز کال کې به تر بلې خبرتیا پورې افغان اتباعو ته د زده‌کړو د منلو، د ځای بدلولو، لېږد، د زده‌کړو د انتقال یا نورو «آسانتیاوو» اجازه نه‌ورکول کېږي.

د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا روښانه کړې نه‌ده ، چې اوس‌مهال د دې هېواد په طبي او غاښونو طب پوهنځیو کې څومره افغان زده‌کړیالان زده‌کړې کوي او آیا هغه زده‌کړیالان به له دې پرېکړې مستثنا وي، چې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو په درشل کې دي که نه.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په سخت ډول ترینګلې شوي او سلام‌آباد د افغان اتباعو د بېرته ستنولو بهیر پراخ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر یودېرشمې پورې څه باندې ۲.۶ میلیون افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان وايي، د افغانانو ایستل د ملي امنیت د خوندي کولو او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره اړین دي؛ خو ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو څو ځله د افغانانو، زیان‌منو کسانو او جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اسلام‌آباد او کابل اړیکې هم د پاکستان د هغو ادعاوو له کبله سختې ترینګلې شوي، چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي. اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او وايي؛ هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره پر پاکستان د برید لپاره وکاروي.

د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا نوې لارښوونه پر افغانانو لګېدلي محدودیتونه نور هم  پراخوي؛ ځکه دا پرېکړه یوازې بې‌اسناده کډوال، پناه‌غوښتونکي یا هغه کسان نه رانغاړي، چې معتبره ویزه نه‌لري، بلکې هغه زده‌کړیالان هم په‌کې دي، چې له دې مخکې یې د پاکستان په مسلکي طبي پروګرامونو کې نوم‌لیکنه کړې ده.

دغه راز د پاکستان پخواني سفیر هم د افغان زده‌کړیالانو په اړه د اړوند پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د پاکستان له طبي او غاښونو طب شورا غوښتي، چې په پوهنتونونو او طبي پوهنځیو کې د افغان زده‌کړیالانو په اړه خپله پرېکړه د بشري دلایلو او د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو له مخې بیا وڅېړي.

هغه وړاندیز کړی، چې افغان زده‌کړیالانو ته دې اجازه ورکړ شي، چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته افغانستان ته ستانه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان څه باندې ۴۰ کلن جنګ او طبیعي آفتونه زغملي دي – م.م

د ملګرو ملتونو ټولنې د سې‌شنبې پر ورځ( د وږي اووه‌لسمه / د سپټمبر اتمه) ویلي، چې د افغانستان خلک اوس هم د لسیزو جګړو، بې‌ثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او د هېواد په پراخو سیمو کې بشري اړتیاوې هم شته.

Published

on

ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان له ۴۰ کلونو زیات جنګ او طبیعي آفتونه زغملي او اوس په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس لري.

د ملګرو ملتونو ټولنې د سې‌شنبې پر ورځ( د وږي اووه‌لسمه / د سپټمبر اتمه) ویلي، چې د افغانستان خلک اوس هم د لسیزو جګړو، بې‌ثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او د هېواد په پراخو سیمو کې بشري اړتیاوې هم شته.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هېواد د وګړو یوه لویه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ټولنې د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو بشري ناورینونو څخه د یوه پر لوري روان دی او نږدې ۲۳ میلیون کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ به پاتې شي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

دغه راز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د بشري ناورین د اواري او له خلکو سره د مرستې لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!