تازه خبرونه

ترکیې پر پوله د تګ راټګ له بندیز لګولو وروسته ۱۴۹ افغان کډوال ونیول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۴۰۰)

د ترکیې امنیتي ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ د دغه هېواد په ختیځ ښار بیتلیس کې ۱۴۹ افغان کډوال له بتدیز لګولو وروسته هغه مهال ونیول، چې دغه هېواد ته یې د ایران له لارې د تګ هڅه تر سره کړې ده.

رویټرز زیاته کړې؛ دغه راز یو کس د سیمه ییزې محکمې لخوا په یوه لارۍ کې د مهاجرینو د قاچاق پر شک هم نیول شوی دی.

د دې ښار اړوند چارواکو ویلي، چې دا کډوال له نیولو وروسته د ختیځ وان ولایت د راستنیدونکيو مرکز ته، چې له ایران سره په پوله کې موقعیت لري؛ لېږدول شوي دي.

ترکیې په اګست میاشت کې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د کابل له نیولو وروسته پر پوله خپل امنیتي تدابیر دېر کړي دي.

د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي د هڅو د یوې برخې په توګه ترکیې له ایران سره پر پوله د ۲۹۵ کیلومټره اوږده کانکریټي دیوال جوړول پیل کړي دي.

ترکیه دمګړۍ له ۴ میلیون څخه د ډېرو کډوالو کوربتوب کوي، چې لوی اکثریت یې د سوریې دی، چې اوس د نړۍ د کډوالو ستر کوربه هېواد هم یاد شوی دی.

Trending

Exit mobile version