سیمه ییز خبرونه

تر اوسه امنيتي بنسټونه په دې نه دي توانېدلي، چې د طالبانو اصلي هوېت تشخيص كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشر حامد كرزي لومړي مرستيال د افغانستان پر وړاندې د ځينو هېوادونو نېت بد بولي او د افغانستان په چارو كې د دوى لاسوهنې غندي.

د ولسمشر حامد كرزي لومړى مرستيال د افغانستان اوسني شرايط د تېرو لسو كلونو په پرتله ښه بولي.

دى وايې، په دې لسو كلونو كې ولسي نظام جوړ شو، اساسي قانون نافذ شو، پراختيايي كارونه وشول او لسگونه نورې برياوې تر لاسه شوې.

خو د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په دې آند دى، چې افغانستان مناسب فرصتونه درلودل، د نړيوالو ځواكونو له شتون او د نړيوالې ټولنې له مرستو سره سره  ټاكل شويو موخو ته ندى رسېدلى.

هغه د گاونډيو لاسوهنې دې موخو ته د رسېدو په لار كې يو خنډ گڼي.

د ولسمشر لومړى مرستيال سوله او ثبات او په سوله ييزه فضا كې ژوند د اسلام د مبارك دين يوه وجيبه بولي خو زياتوي، چې څو پورې باور، تفاهم او د يو بل منلو روحيه را منځته نه شي، سوله به نا ممكنه وي.

مارشال فهيم وسله وال مخالفين يوه ناپېژندل شوې ډله بولي او وايې، تر اوسه با خبره شخصيتونه او امنيتي بنسټونه په دې نه دي توانيدلي، چې د طالبانو اصلي هوېت تشخيص كړي.

د ولسمشر لومړى مرستيال همدارنگه وايې، ډاډمن دى، چې ولسمشريزې ټاكنې به تر سره كېږي، خو دى خبردارى وركوي كه گوندونه او يا هم سياسي ډلې وغواړي ټاكنې گډوډې كړي، په افغانستان كې به كورنۍ جگړې پېل شي.

Trending

Exit mobile version