تازه خبرونه
تر جنورۍ پورې ټول ناقانونه افغان کډوال ایستل کیږي – پاکستان
د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر ویلي؛ حکومت هڅه کوي، چې د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې ټول ناقانونه افغان کډوال له پاکستان وباسي.
د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د جمعې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې، چې پاکستان له افغانستان سره د ترهګرو په اړه او له خاورې یې پر حکومت د بریدونو جزئیات شریک کړي دي.
هغه دا هم ويلي: افغانستان د يو ګاونډ، ورور او اسلامي هېواد په توګه بايد پاکستان ته مثبت ځواب ووايي او تر څارنې لاندې ترهګر مونږ ته راوسپاري.
جان اڅکزی وایي، چې شر جوړوونکيو عناصرو په افغانستان کې یو ناوړه پلان جوړ کړی او هغه ځایونه پر نښه کوي، چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.
هغه څرګنده کړې: پاکستان په ټوله نړۍ کې ترهګري غندلې ده؛ که د پاکستانيو ادارو د بدنامولو لپاره کومه هڅه وشي، نو مناسب ځواب به ورکړ شي. زمونږ ورورولي باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي. پاکستان هيڅکله د چا يرغل او تسلط نهدی منلی. د هند تېري ته زمونږ له مناسب ځواب وروسته، هندي میندې اوس خپل ماشومان د پاکستان له نومه وېروي.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر دا ادعا هم کړې؛ په افغانستان کې ترهګر غواړي د بلوچستان په چمن سیمه کې پر احتجاجي غونډې برید وکړي، چې پړه یې د پاکستان پر امنیتي بنسټونو واچوي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.
ده دا هم ویلي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د میشتو ترهګرو په اړه اسلامي امارت ته بشپړ معلومات وړاندې کړي؛ خو تر اوسه کومه هڅه نهده شوې.
هغه وایي: د پاکستان لنډمهالی حکومت هڅه کوي، چې د جنورۍ تر میاشتې ټول ناقانونه افغان کډوال وباسي. له هغې وروسته به حکومت د پاتې مهاجرینو د ستنولو او ایستلو لپاره خپل مهالوېش اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو ادعاوې تل رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نهدی.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
