سوداگري

افغانستان او تاتارستان د ۱۸۳ ميلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او تاتارستان د خصوصي سکټور ترمنځ نن (پنجشنبه د زمري شپاړلسمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پرمهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د تاتارستان له خصوصي سکټور څخه وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، کرنې او طبي نباتاتو په سکټورونو کې پانګونه وکړي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او د روسیې د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د ۱۸۳ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان او تاتارستان د خصوصي سکټور ترمنځ نن (پنجشنبه د زمري شپاړلسمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پرمهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د تاتارستان له خصوصي سکټور څخه وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، کرنې او طبي نباتاتو په سکټورونو کې پانګونه وکړي.

د عزیزي د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې تاتارستان به په افغانستان کې یو بانکي دفتر هم جوړ کړي.

دغه راز د تاتارستان د صدراعظم مرستیال او د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ولادمیرویچ کوروبچینکو د هېواد په بېلابېلو ملکي او نظامي سکټورونو کې د تولیداتو او محصولاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د اسلامي امارت پلاوي ته بلنه ورکړه، چې د اګست پر شپږویشتمه د کازان د تېلو په نندارتون کې ګډون وکړي.

کوروبچینکو وایي: “تاتارستان په روسیه کې یو له مهمو تولیدي ایالتونو څخه دی او راتلونکی کال به مونږ افغان سوداګرو ته بلنه ورکړو، چې په یوه لوی نندارتون کې برخه واخلي او د تاتارستان محصولات وګوري. د افغانستان له رسمیت پېژندلو وروسته مونږ غواړو اقتصادي اړیکې رامنځته کړو. تاتارستان هڅه کوي، چې د کابل او مسکو ترمنځ په پراخه کچه له افغانستان سره سوداګریزې همکارۍ، ګډې پانګونې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.”

دغه راز د خوړو، چورلکو، اوبو مدیریت، تېلو او ګازو، برښنایي تجهیزاتو تولید، د صابون او روغتیایي محصولاتو، ساختماني توکو او اوسپنې په ویلې کولو کې د همکارۍ په اړه بحث وشو.

افغانستان او تاتارستان اوسمهال ښې اړیکې لري او هېواد یې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونې ته هم لېوالتیا لري.

Trending

Exit mobile version