سیمه ییز خبرونه

تهران غواړي پر هرمز تنګي واک وساتي او له بېړیو لګښت واخلي – ایراني سرچینې

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

Published

on

 

دوه ایراني لوړپوړیو سرچینو ویلي؛ تهران هوډ لري، چې پر هرمز تنګي خپل واک نړیوال کړي او په راتلونکي کې له هغو بېړیو، چې خلیج ته ننوځي یا ترې وځي؛ لګښت واخلي.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې: ایران له امریکا سره د وروستۍ لنډمهالې هوکړې له مخې د ۶۰ ورځو لپاره بېړیو ته اجازه ورکړې، چې له هرمز تنګي پرته له لګښته تېرې شي؛ خو باور لري، چې د دې هوکړې مادې اوس هم تهران ته دا حق ورکوي، چې د بېړیو لاره او تګ راتګ یې تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

سرچینو زیاته کړې؛ ایراني مرکچیان به تر هغې، چې پر هرمز تنګي د ایران د واک د پر رسمیت پېژندلو موضوع حل شوې نه‌وي، له واشنګټن سره د خبرو پر نورو اختلافي موضوعاتو بحث پیل نه‌کړي.

دې سرچینو ویلي؛ که لنډمهاله هوکړه ونه‌غځول شي، ایران به د روان کال د اګست له نیمايي څخه له تېرېدونکو بېړیو د لګښت اخیستل پیل کړي؛ خو د دغو لګښتونو د کچې په اړه یې اوس هم څه نه‌دي ویلي.

ایراني سرچینو همداراز ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونه رسېږي؛ تهران چمتو دی خپلې غوښتنې د پوځي ځواک له لارې هم پلې کړي او له خپل دریځه به شاته نه‌شي.

بل لوري ته امریکا ټینګار کړی، چې هیڅ هېواد حق نه‌لري په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ لاره وتړي یا د هغوی له تېرېدا لګښت واخلي.

Trending

Exit mobile version