لوبی
د افغانستان الف کرکت ملي لوبډله د عمان پر وړاندې د لوبې لپاره مسقط ته ځي
د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړې، چې د هېواد افغان ابدالیان یا الف لوبډله به د عمان پر وړاندې د روان اکتوبر په میاشت کې د دوه یو ورځنیو او پېنځه شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسقط ته سفر وکړي.
دا تورنمنت او سیالۍ به د تلې له ۱۷ څخه د لړم تر لومړۍ / د اکتوبر له ۹ څخه تر ۲۳ پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکت بورد د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو د کرکت بوردونو د مشرتابه د پرېکړې له مخې به یادې لوبې د عمان هېواد پر کوربهتوب د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د کرکت د ودې او په راتلونکې کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره ترسره شي.
د مهالوېش له مخې به دوه یو ورځنۍ سیالۍ د تلې له ۲۰ څخه تر ۲۳ / د اکتوبر پر ۱۲ او ۱۵ او پېنځه شل اوریزې سیالۍ به د اکتوبر پر ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱ او ۲۳ ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیوي رییس نصیب خان ویلي؛ دا د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی، چې د کرکت په پراختیا او له نورو هېوادونو سره د نږدې اړیکو او د کرکت د ودې په برخه کې یې رغنده رول لوبولی دی. مونږ د کرکت د نورې پراختیا او پرمختیا ته ژمن یوو او هیله لرو، چې زمونږ لوبغاړي د عمان له لوبډلې سره غوره خاطرې شریکې او غوره کرکټ وکړي.
هغه همدا راز زیاته کړې: عمان د افغانستان لپاره یو له دوستو هېوادونو څخه دی او په یاد هېواد کې کرکت د افغانستان د کرکت په څېر په چټکۍ سره وده کوي. زه هیله من یم، چې دا سیالۍ به له عمان سره زمونږ د ښو اړیکو پر لوري یو بل مثبت ګام وي.
دا لومړی ځل دی، چې عمان د افغانستان د الف لوبډلې کوربهتوب کوي.
لوبی
د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایتالله کامهوال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوهویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.
د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالحالذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.
په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
-
سوداگري4 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
