تازه خبرونه
تېر حکومت د اوبو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره هیڅ کړي
د ښې حکومتدارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانکړی استازی احمدضیا مسعود وایي؛ په تیرو دیارلسو کلونو کې حکومت د اوبو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره هیڅ کار نه دی کړی.
نوموړی وایي؛ د ملې وحدت حکومت اوس مهال د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی د خپل کار په لومړیتوبونو کې نیولی دی.
که څه هم افغانستان د سیمې په کچه د اوبو پراخې سرچینې لري، خو ویل کیږي هر کال نیږدې اویا سلنه اوبه ضایع کیږي.
له دي سره جوخت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکې وایې د کابل په چهار اسیاب ولسوالی کې د للندر بندر تخینکې کار پیل شوي چې تر ډېره به د کابل د اوبو او برښنا ستونزه حل کړي .
اقتصادي کارپوهان وایې که څه هم افغانستان د سیمې په کچه د اوبو پراخې سرچینې لري؛ خو په دي برخه کې د قوې مدیریت نشتون ددي سبب شوي چې دا هېواد پر وارداتې بریښنا تکیه وکړې او له بلې خوا ډیری کرنیزي ځمکې د اوبو د نشتون له امله له کرنې پاتي دي.
له بلې خوا د څښلو د سالمو او پاکو اوبو نشتون یو له نورو ستونزو څخه شمیرل کیږي.
.