تازه خبرونه

جانګ مینګ او بلاول بوټو زرداري له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳, ۱۴۰۱)

د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي جانګ مینګ د جمعې پر ورځ (د چنګاښ ۳۱) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ بلاول بوټو زرداري د شانګهای د همکارۍ سازمان عمومي منشي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هغه ته یې د دې مقام د تر لاسه کولو مبارکي ورکړه.

هغه د شانګهای همکارۍ سازمان د چوکاټ او اصولو پر بنسټ د موخو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان پر هوډ ټینګار وکړ او په سیمه کې یې د شانګهای همکارۍ سازمان پراخې وړتیاوې په ډاګه کړې.

هغه څرګنده کړې: د دوامدار پرمختګ او ټولنیزې هوساینې د ترلاسه کولو لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د ټولو وړتیاوو د کارولو لپاره ګډه او ډله ییزه همکاري اړینه ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د شانګهای همکارۍ سازمان هراړخيزې او بېلابېلې همکارۍ ته په نغوته کې، د ترانسپورت، غذایي امنيت، د تکنالوژۍ، سوداګرۍ او اقتصاد په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پاکستان پر چمتووالي ټينګار وکړ.

بلاول بوټو د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو لپاره د ترانسپورت او سوداګرۍ د مرکز په توګه د پاکستان د امکاناتو په اړه وینا وکړه او د شانګهای د همکارۍ ټولنې په پیاوړتیا کې یې د فعال او رغنده رول لوبولو لپاره د اسلام آباد پر لیوالتیا ټینګار وکړ.

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د افغانستان پرمختګونو ته په نغوته کې پر امنیت، ثبات او پرمختګ ټینګار وکړ او د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا لپاره یې د عملي، هراړخیزو او اغېزمنو همکاریو د اړتیا  په اړه یې وویل: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د پراخو اقتصادي او بشري ناورین له ننګونو سره د مقابلې لپاره همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د افغانستان له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې د نړیوالې ټولنې ټولې اندېښنې حل کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نجونو د تعلیم په ګډون د ښځو د حقونو د درناوي لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

Trending

Exit mobile version