تازه خبرونه

جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو نهو ساتونکیو د نیولو مخنیوی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ۹ ساتونکي د لویې څارنوالۍ په امر د احمدایشچي لهادعا سره سم باید د پولیسو لخوا نیول شوي وای؛ خو دوستم یې د نیولو مخه نیولې ده.

دوه میاشتې کیږي،چې د احمد ایشچي قضیه پیل شوې؛هغه قضیه،چې د نوموړي په وینا د جنرال دوستم او ساتونکیو لخوا پرې جنسي ځورونه شوې ده.

ښاغلی ایشچي وایي، که څه هم د لویې څارنوالۍ له حکم دیارلس ورځې تېرې شوي؛خو د کورنیو چارو وزارت نه دی توانیدلی،چې دا کسان ونیسي.

درې اوونۍ وړاندې لویې څارنوالی د احمد ایشچي له ادعا سره سم د دوستم د نهو ساتونکیو د نیولو امر وکړ؛ خو امریکایي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال د امنیتي چارواکو له خولې لیکلي چې:

دوستم نه پریږدي، چېساتونکي یې د پولیسو لخوا ونیول شي.

دوستم دغه راز دکابل ښارپهیوهمهمې  غونډۍ کې پوسته نیولې،چې دا  چاره د دولت او د دوستم تر منځ د کړکیچونو د زیاتوالي ښودونکې ده.

ورځپانې په ډاګه کړې،چې دوستم اوس د سلګونهساتونکو لخوا په کابل کې ساتل کیږي،چې ښایي د ساتونکیو شمېر یې اووه سوه څخه تر زر کسانو وي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي سخت اندېښمن دی،چې ولې دوستم تر اوسه نیول شوی نه دی.

وال ستریت ژورنال داهم په ډاګه کړې، چې د دوستم ملیشو د وزیر اکبر خان په غونډۍ کې دوه ډاډمنې دفاعي پوستې هم نیولې دي.   

په دې اړه لویې څارنوالۍ، د کابل امنیه قومندانۍ، د دوستم ویاند، کورنیو چارو وزارت او نورو اړوند مسوولینو تر دې دمه چپتیا غوره ګڼلې ده.

Trending

Exit mobile version